جګړه‌مارې ډلې په ولس کې ځای نه لري
۷ ثور ۱۳۹۷ 111629 0 نظر ويښ افغان

جګړه‌مارې ډلې په ولس کې ځای نه لري


په دې وروستیو کې جګړه‌مارو ډلو د ځینو څېړنو او ټولپوښتنو له مخې په ولس کې خپل ملاتړ له لاسه ورکړی دی او د هغو خلکو د شمېر سلنه ډېره را ټیټه شوې ده چې له طالبانو سره یې خواخوږي لرله، د دې تر څنک د ملګريو ملتونو د سروې له مخې په افغانستان کې د ملکي مرګ‌ژوبلې ډېره برخه د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له خوا تر سره شوې ده، ځینو رسنیو هم ویلي چې وسله‌والو طالبانو په افغانستان کې خپل سیمه‌یز ملاتړ بايللی، اوس هڅه کوي، په هېواد کې د روانې جګړې لپاره له بهره وسله‌وال جلب کړي او د دغه ملاتړ تر بايلنې وروسته اوس مهال طالبان په افغانستان کې دننه د جنګیالیو په جلب و جذب کې له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

که له بهرنیو استخباراتي کړیو سره د طالبانو او نورو جګړه‌مارو ډلو تړاو او د دوی کړو وړو ته وکتل شي، د خلکو په منځ کې د دوی د ملاتړ دومره کمېدنه د حیراني وړ نه ده. طالبان چې د جنګسالارانو او ټوپکیانو پر ضد راپورته شول، ډېرو خلکو یې ملاتړ وکړ؛ ځکه خلک نور د ټوپکیانو له ظلمونو ډېر په تنګ شوي وو، د ټولو دا هیله وه چې شر و فساد یې له وطنه ورک شي. د خلکو همدا ملاتړ و چې طالبانو هغه وخت په لږ وخت کې د افغانستان ډېرې سیمې له ټوپکوالو ونیولې، څو چې کابل ته رسېدل نه ډېر کبرجن و، نه یې هم له چا سره بده وضعه کوله. د ټولو درناوی یې کاوو، خو کله چې پر کابل ننوتل، په بله واوښتل. هر چا ته یې د وهلو، ټکولو او سپکولو لپاره یوه بهانه لرله.

په لږ وخت کې یې ډېر عزتمن کسان سپک کړل، له هر چا سره د دوی کار و، په هر چا یې ظلم وکړ، په لږ وخت کې یې خلک پزې ته را ورسول، نور خلک ترې په تنګ شول څو چې یې تخت و بخت چپه شو.

تر دوی وروسته چې په سیمو کې تنظیمي حکومتونه جوړ شول، بېرته پخواني ټوپکیان را پیدا شول او هغوی هم پر خلکو ظلمونه شروع کړل، د دوی تر څنګ بهرنیو ځواکونو هم د داخلي ټوپکمارو او غوړه‌مالانو راپور ورکوونکيو د راپورونو له مخې پر بې‌ګناه خلکو مرمۍ وورولې، د دوی عملونو هم د خلکو غوسه را وپاروله، په دې وخت کې چې طالبان بیا له ګاونډیو هیوادونو راغلي وو او دلته و هلته به له ټوپکونو سره ګرځېدل، د خلکو توجه ور واړوله او یو شمېر خلکو یې ملاتړ هم وکړ.

طالبانو چې په ځینو ځایونو کې چاودنې او ځانمرګي بریدونه وکړل، په ځینو ځایونو کې یې حکومتي ځواکونو ته زیانونه هم واړول، ځینې سیمې یې هم ونیولې او ځینې کسان یې هم بهرنیو ځواکونو ته د جاسوسي په تور اعدام او حلال کړل؛ ځکه نو بېرته یې پخواني کبر و غرور ته مخه کړه.

طالبان نور دومره مغرور شوي وو چې په هیچا یې رحم نه کاوه، یوازې د چا د مرګ په فکر کې و، دا مرګ که هر ځای ممکن و دوی پرې صرفه نه کوله، دوی ان زموږ سپېڅلي ځایونه هم په امان پرې‌نه‌ښودل، په زیارتونو او جوماتونو کې یې هم بمونه کېښودل.

د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د ټوپکي طالبانو د ظلمونو په سلګونو زړه بوږنوونکې کیسې موجودې دي چې هر چا ته مالومې دي. د دوی د مشرانو له خوا د بې‌ګناه مسلمانانو د حلالولو ویډویي کسټ اوس هر ځای شته چې د نرمو زړونو خاوندان یې د لیدلو توان نه لري.

دا ځل چې خلک پوه شوي او ویني چې د دغو نویو ټوپکیانو او پخوانیو ټوپکیانو تر منځ کوم توپیر نه‌شته، دا دی وینو چې نه یوازې ملاتړ یې نه کوي، بلکې د افغانستان په ډېری سیمو کې عام خلک د دوی پر ضد را پاڅېدلي دي او د افغان ځواکونو په لیکو کې د ټروریسټي ډلو پر ضد جنګېږي. اوس طالب جګړه‌مار د خلکو له ذهنونو پردي شوي، اوس د ځوانانو هغه اوږده اوږده کتارونه چې د دوی د ملاتړ لپاره به ولاړ وو، نه لیدل کېږي. خلک اوس ژوند غواړي، خلک کار غواړي، خلک غواړي چې وطن یې اباد شي، ښوونځي ولري، سړک یې پوخ وي او روغتون ورته نږدې وي چې خپل ناروغ په خپل وخت ډاکټر ته ورسوي. اوس هغه پخوانی وخت نه دی.

که دلته و هلته د ټوپکیانو تخریبي کارونه شته او په ځینو ځایونو کې ورځ په ورځ زیاتېږي، علت یې دا نه دی چې د دغو نویو ټوپکیانو څېرې د خلکو خوښېږي او ټوپکوال یې ورځ په ورځ زیاتېږي، بلکې نور علتونه لري چې یو څو یې هم د حکومتي ادارو کمزوري، په دولتي ادارو کې فساد او د جنګسالارانو واکمني او د دې تر څنګ د بهرنیو ځواکونو بې‌ځایه او بې‌رحمانه بمبارۍ دي.

اوس موږ ټول پوهېږو چې طالبان او نورې ټولې جګړه‌مارې ډلې نور د چا په زړه کې ځای نه لري، ځکه هغوی د پخوانیو ټوپکیانو په پله روان دي او هغه ظلمونه چې هغوی پر افغانانو کول، طالب ټوپکیان یې تر هغو زیات کوي. لنډه دا چې طالبان خپل کبر خوار کړل.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې