په اسلام کي د ولسواکي تصور
۲۴ ثور ۱۳۹۷ 108331 0 نظر روزنامه سرخط

په اسلام کي د ولسواکي تصور

په معاصر جهان کي ولسواکي د سیاسي نظامونو یو غوره شکل دی. ولسواکي که په هره بڼه وي، نننی معاصر شکل او که پخوانی لرغونی شکل، تر استبدادي او نورو نظامونو يې عملا انساني ټولنې ته ګټې زیاتې دي. عربو که څه هم کوم منظم دولت نه در لود البته په لرغوني ډول يې يو قسم ولسواکي در لوده چي مشران به يې په دار الندوه کي سره کېناستل او بیا به يې په سلا مشوره د پېښو په اړه پرېکړې کولې.

اسلام همدا ولسواکي تایید او د نور تاکید و ټينګار امر يې وکړ ان رسول الله يې هم په دې امر کړ چي د ولس له استازو سره به مشوره کوي او تر دې وروسته به د يو کار تصمیم نیسي.(ال عمران: ۱۵۹) تر دې وروسته رسول الله او بیا يې اصحابو دا اصل وساته او د نظام د هر ډول فیصلو په اړه به لومړی له ولسي استازو سره سلا مشورې کېدلې او بیا به د رایو په اکثریت پرېکړه کېده.

قراني ایاتونو ته په پام رسول الله هم په خپل ژوند کي د ولسواکي اصل ته پام کاوه او هم يې خپل اصحاب په دې امر کول. کله چي به يې د اصحابو کوم کنډک يو لور ته استاوه نو امیر به يې ورته ټاکه او بیا به يې له خپلو ملګرو سره په مشوره امر کاوه. د موته په سریه کي چي اصحاب کم او دښمن زیات وو لکن بیا هم اصحابو له دښمن سره ټکر وکړ او شا ته رانغلل يوه د پام وړه خبره همدا وه چي زیاتره اصحابو تر مشورې وروسته مشر ته دا رایه ښکاره کړه چي جنګ کوو، نه شاته کېږي او نه هم د نور کومک غوښتنه کوو، ځکه يو خو وخت کم دی او بل کېدای شي دا دښمن زړور کړي او زموږ په تاریخ کي د بېغیرتۍ يو باب کښېښودل شي، کله چي امیر د زیاترو نظر واخیست نو د ټکر فیصله يې وکړه او په همدې سریه کي د خالد بن ولید رضی الله عنه مشرتوب هم د رایو په اکثریت تر سره شو.

رسول الله چي کله مدينې ته هجرت کاوه نو هم يې د مدينې له ولسي استازو سره مشوره وکړه، د هغوئ په خوله يې دا پيغام د مدينې ولس ته ورساوه او چي کله درېيم ځل هم هغوئ مثبت ځواب ور کړاو د مدينې تر اتیا زیاتو استازو رسول الله ته ډاډ ور کړ نو رسول الله د ولس په ملاتړ او مشوره د خپل دعوت مرکز مدينه وټاکله او له خپلو ملاتړو سره يې هلته هجرت وکړ.(سېرت ابن هشام، د لومړي، دویم او درېيم بیعت بحث)

د بدر تر ارزښتمنې غزا وروسته رسول الله د دښمن اویا کسه بندیان ونیول چي يو شمېر يې ډېر مهم کسان هم ول. تر هجرت وروسته له مکیانو سره د مسلمانانو دا لومړی لوی ټکر وو چي زیات شمېر ځاني او مالي زیانونه يې له ځان سره لرل. که حالات هر څومره ترينګلي، دښمنان هر څومره زیات او د ګواښونو له لا ډېر خطر سره مسلمانان مخ کېدل، خو بیا هم رسول الله د بندیانو په اړه د مهاجرو او انصارو له ولسي استازو سره سلا مشورې وکړې او د ولس په انتخاب يې د مکیانو لپاره اسانه لار غوره کړه، چي هر سړی بايد د فديې په ور کړه ځان ازاد کړي.(مسلم: ۱۷۶۳)

د خندق د تاریخي غزا پر مهال رسول الله خپل ولسي مشاورین را غونډ او بیا يې د مکیانو د پلان او جنګ په اړه مالومات ور کړل او له مدينې و ځانونو يې د دفاع په اړه مشورې هم ترې وغوښتې. د نظرونو تر زیاتې تبادلې وروسته ایراني اصله صحابي سلمان فارسي رضی الله عنه يو وړاندیز وکړ چي د دښمن او زموږ تر منځ دي يو خندق وکښل شي څو زموږ لپاره د مدينې ساتل اسانه کړي او بیا يې د خندق د مخينې، فایدو، د دفاعي اسانتیا او نوور جزیاتو په اړه خبرې وکړې چي د مجلس مشاورینو دا وړاندیز خوښ او رسول الله يې په عملي کولو لاس پوري کړ.(نبوي غزاوي، د استخباراتو خبر او د رسول الله تیاري، مخ: ۲۰۵)

د همدې خندق د غزا پر مهال رسول الله په پټه وغوښتل چي د دښمن تر منځ بې باوري رامنځ ته کړي، يوڅو کورنیو ته يې وعده ور کړه چي د مدينې درېيمه حاصلات به ور کړي البته په دې شرط چي د مکیانو ملګرتیا همدا نن ایله کړي، کله چي هغوئ تیاري وښوده نو رسول الله د اوس او خزرج مشرانو ته یادونه وکړه چي داسي پلان مي تیار کړی که مو خوښه وي عملي به يې کړو؟ هغوئ پوښتنه وکړه چي د الله له لوري امر دی او که ستا مشوره؟ رسول الله وویل: نه ديني امر نه دی بلکي جګړیز تکتیک دی. نو دوئ په يوه خوله ورته وویل چي موږ په قسم که جاهلیت کي هغوئ ته باج ور کړی وي، د مسلمانۍ په دې دور کي خو يې تصور هم نه شو کولای، کله چي رسول الله د هغوئ دا ټينګ دريځ وليد نو له خپل پلان څخه په شا شو.(نبوي غزاوي: ۲۲۲)

د حنین تر غزا وروسته د بندیانو په اړه رسول الله له هلته موجودو اصحابو پوښتنه وکړه چي په ځواب کي يې ګڼ ږغونه پورته شول او رسول الله ته يې فهمول و بېلول دواړه مشکل شول، نو خلګو ته په وینا کي يې وویل: تاسو خپل استازي ما ته را ولېږئ څو ستاسو پيغام ما ته راوړي او په خبره سره پوه شو. د ولس له منځه استازي رسول الله ته ورغلل او تر مشورې وروسته نیول شوي ټول بندیانو د ولس په اجازه رسول الله خوشي کړل.(نبوي غزاوي: ۴۰۰)

د رسول الله تر مړينې وروسته لومړی خلیفه ابو بکر صدیق رضی الله عنه هم د ولس استازو غوره کړ . د بنی ساعده په سقیفه کي د ولس په وړاندي دوه کسان د خلافت لپاره نوماند وړاندي شول چي د رایو په اکثریت ابو بکر صدیق رضی الله عنه خلیفه او سعد بن عباده رضی الله عنه رد شو. لومړي خلیفه د خپل مرګ پر مهال د فاروقي خلافت په اړه هم د ولس له استازو سره مشورې وکړې، له عبد الرحمن او څو خاصو کسانو پرته يې په اړه چا مخالفت ونه کړ. کله چي لومړی خلیفه د ولسي استازو له لوري ډاډینه تر لاسه کړه نو يې خپل ځای ناستی عمر فاروق رضی الله عنه وټاکه چي نه يې نژدې خپلوان او نه يې هم خپل ټبر څخه خو د ولس په مشوره يې دا کار وکړ.

دویم خلیفه د خپل وفات پر مهال شپږ کسيزه شورا جوړه کړه او دنده يې ور کړه چي د رایو په اکثریت به ستاسو څخه يو د مشرتوب دنده اخلي. ګواکي دا شپږ کسان ولس ته نوماندان ول، که ولس په دې شپږو کسانو کي هر چا ته زیاتې رایې ور کړې وای نو هغه د خلافت مستحق وو او د خلافت چارې به يې مخ ته وړې. شپږ کسیزې شورا د خلافت لپاره له خپله منځه عثمان او علي رضی الله عنهما وټاکل او بیا عبد الرحمن بن عوف درې ورځې د ولس ترمنځ منډي ترنډي وکړې او د دواړو په اړه يې د ولس نظریات وپوښتل چي د عثمان غني رضی الله عنه خوا درنه وه او بیا په عام جامع جومات کي د ولس ترمخ د دې ټول جریان په بیانولو عبد الرحمن بن عوف لومړی له عثمان غني سره بیعت وکړ او بیا يې نور خلګ هم دې ته را وبلل. د عثمان غني تر شهادت وروسته علي رضی الله عنه د ولس يوازی نوماند وو چي د خلافت چارې يې ور وسپارلې.

پورتني مثالونه موږ ته په ګوته کوي چي اسلام د ولسواکي ضد نه بلکي ملاتړی دی، اسلام له پيله د عربي رواج موافق دا اصل منلی او ان رسول يې هم په دې امر کړی چي له سلا مشورې پرته به کار نه کوي او تر کار مخکي بايد له اصحابو سره مشوره وکړي.

پاس را وړل شوې نمونې له قران او نبوي سنتو  هغه بېلګي دي چي په اسلام کي د ولسواکي تصور ترې جوتېږي، لکن څوک چي له دې اصله انکار کوي او د حل و عقد د شورا په اړه ټینګار لري هغوئ هم باید پوه شي چي دا شورا خپله د ولسواکۍ يوه نمونه ده، په دې شورا کي هم د ولس استازي وي، د ولس پيغام به را وړي او د ولس په خوښه به پرېکړه کېږي. بیا د حل و عقد شورا يو الهي امر نه دی او نه په نبوي سنتو کي يې بېلګه وينو، خو دا چي اسلام د مشورې امر کړی دی نو حل او عقد شورا هم د ولسواکی او مشورې یو شکل دی نه بل څه.زما په ګومان شخړه له ځينو ټکو پرته پر الفاظو ده نه پر حقیقت. د عباسي خلافت پر مهال هم تر يوه حده دې ته پام شوی وو، د پوهانو اجماع به يې د يو کار لپاره غوښته او کله چي به د زیاتره ګډوانولو رایو يو لوری غوره کړ، نو دا سیاسي اجماع وه او خلیفه يې هم د مخالفت جرات نه کاوه. د اجماع له تاریخه راته څرګندېږي چي اجماع د اصحابو او را وروسته پيړيو خلګو د سیاسي موخو په نیت رامنځه ته کړې او ښې پایلې يې لرلې، خو د مسلمانو وروسته پېړيو چي د دين او دنیا چارې سره ګډې کړې، نو اجماع ته يې هم د دين په اصولو کي ځای ور کړ او دا يې د يو ديني منبع په توګه خلګو ته معرفي کړه چي د مسلمانانو يوه لویه ډله اوس هم د ديني اجماع عقيده لري او د مسلو د حل په موخه يې يو لاسوند ګڼي. لنډه دا چي له نبوي عصره بیا د عباسیانو تر دورې ولسواکي کله په خپل پوره شکل را څرګنده شوې او کله يې څېره مړاوي وه، خو تر دې دورې وروسته په مسلمانانو کي داسي کسان، ډلې او فکري مکتبونه پيدا شول چي ولسواکي يې د اسلام او اسلامي نظام ضد وبلله او له سحنې په ایستلو کي يې له ديني نصوصو او ټاپو ښه پوره کار واخیست.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې