وسله‌وال ځواک؛ ستونزې او حل‌لاره
۲۴ ثور ۱۳۹۷ 100825 0 نظر مجیب‌ الرحمن لمر

وسله‌وال ځواک؛ ستونزې او حل‌لاره

د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې دوه لویې ننګونې پرتې دي: طالبان او اسلامي دولت ډله. وسله‌وال طالبان د انسجام په حال کې دي، هڅه یې دا ده چې مخالفتونه څنډې ته کړي او جګړې ته چمتووالی ونیسي. په‌دې لړ کې د اخترمحمد منصور ډلې، د ملا عمر کورنۍ خپله کړه، عبدالقیوم ذاکر له‌ده سره یوځای شو او د ملارسول د ډلې یوځای کېدو هڅې روانې دي. په وروستي اقدام کې د حقاني شبکې مشر پر ټولو طالب جنګیالیو غږ کړی چې د جګړې لپاره دې چمتووالی ونیسي.

بل لور ته سربېره پر دې چې اسلامي دولت ډله (داعش) په ننګرهار کې وځپل شوه، کنړ او نورستان ته یې مخه کړې ده او په‌دغه دوو ولایتونو کې د جلب و جذب بهیر سربېره د مورچو ټینګېدو هڅې جاري کړي دي.

د دغو ډلو پر وړاندې مقابلې ته یوازې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه پاتې دي (بهرني ځواکونه په‌خپلو پنډغالو کې مېشت دي او د افغان ځواکونو روزنې، تجهیز او مشورې په چوکاټ کې فعالیت کوي) خو لا هم د تجهیز او روزنې په برخه کې د دوی فعالیت ټکنی دی.

افغان ځواکونه وتوانېدل چې تېر کال د وسله‌والو مخالفینو له ډېرو فعالیتونو څخه مخنیوی وکړي؛ اما دغه مخنیوی زیات اغېزمن نه و (د کندز سقوط). افغان او ناټو چارواکي د دغې ستونزې اصلي لامل، د امنیتي ځواکونو د رهبرۍ په منځنۍ کچه کې ستونزې په ګوته کوي. دا چې ولې افغان امنیتي ځواکونه په منځنۍ کچه له ستونزو سره مخ دي، لاندې په لنډه توګه څو مواردو ته اشاره کېږي.

 لومړی، د شوروي ځواکونو پر وړاندې د جهاد پر مهال، د پاکستان استخباراتي ادارې له‌خوا د افغان اردو له‌منځه وړلو په موخه منظم او سیستماتیک پلان جوړ شوی و چې ګام په ګام د مجاهدینو له‌خوا عملي کړی شو. د کمونستي رژيم (ډاکټر نجیب‌الله واکمنۍ) حاکمیت له پای او د مجاهدینو بریا (۱۹۹۲) سره جوخت اردو په بشپړه توګه له‌منځه یوړل شوه. وروسته د طالبانو واکمنۍ پر مهال هم د اردو رغونې ته کار ونه‌شو. د طالبانو رژیم په نسکورېدو هم جهاد ختم شو او هم مقاومت. د نوي نظام په راتګ (۲۰۰۱) وپتېیل شوه چې افغان ملي اردو به جوړېږي. لنډمهاله اداره تر ډېره بریده د یوه مشخص لوري (جهادي ډلو ټپلو؛ په ځانګړي توګه شمال ټلواله) تر اغېز لاندې و. دا اغېز پر دې تمام شو چې جهادي مشران (شمال ټلواله) د حکومت رأس ته راشي. خو جنګیالي وزګار پاتې شول. د دې لپاره چې جنګیالي له وزګارتیا وژغورل شي، اردو ته یې مخه کړه او د ملي دفاع وزارت د پېژنتون (کادر و پرسونل) ریاست په چوکاټ کې (جهادي مدیریت) رامنځته شو. د دغه مدیریت اساسي هدف په اردو کې د جهادي ډلو ټپلو او افرادو ځای پر ځای کول و. د دغه مدیریت له رامنځته کولو سره جوخت، د نظامي مسلک پر څانګو (پياده، توپچي، هوايي، تخنیک، لوجستیک او مالي-اداري) سربېره جهاد، د ټولو نظامي اصولنامو او پرنسیپونو خلاف جهاد هم د یوه مسلک په توګه مطرح شو. له‌دې سره، پر پوځي او جنګي تیورۍ ناخبره، بې‌تجربې، نالوستي او حتی جنګي مجرمین د ملي اردو په چوکاټ کې تنظیم شول. دغې چارې د اردو پر نامسلکیتوب ژور اغېز وښند چې پایله یې د وسله‌والو طالبانو له ظهور (۲۰۰۴) وروسته، د یو شمېر سیمو لاندې کول، د افغان پوځیانو تلفات او د جګړې شدت و/دی.

دویم، پر دې سربېره چې پخوانۍ اردو دړې وړې شوې وه؛ خو یو شمېر مسلکي افسران موجود وو. اما دغه افسران له دوو لارو، له دندو څخه لرې کړی شو: یوه برخه تقاعد ته سوق شوه او بله برخه د ډي‌ډي‌ار او ډایاګ پروګرامونو له لارې، له دندې منفصل شول. یوه وړه برخه پاتې شوه چې د جهادي افسرانو په پرتله یې شمېر کم و. له بلې پر دغې وړې برخې (مسلکي افسرانو) د کمونستانو ټاپې ولګول شوې او ټوله هڅه دا وه چې په پرېکړو کې قطعا ونډه ورنه‌کړل شي؛ بلکې د اردو سربېره ټول امنیتي او دفاعي اورګانونه د یوې مشخصې ډلې له‌خوا انحصار شول.

خو له‌دې ټولو سره د امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې په موخه هڅې هم پیل شوې (ملي پوځي اکاډمي، د پولیسو اکاډمۍ بیا فعالېدل، د مارشال پوځي پوهنتون او ...) خو د دغو مرکزونو د فارغانو شمېر کمښت له امله، په امنیتي او دفاعي اورګانونو کې د مسلکي او غیرمسلکي افسرانو انډول برابر نه‌شو او لا هم په‌دې برخه کې ستونزې شته دي. په عاجله توګه د ستونزو له‌منځه وړلو په موخه لنډمهاله (درې میاشتنې، شپږ میاشتنې او یو کلن) پوځي کورسونه دایر شول؛ خو له مسلکي اړخه په هېڅ صورت سره د دغو کورسونو فارغان، د حربي پوهنتون، پوځي اکاډمۍ او د پولیسو اکاډمۍ له فارغانو سره برابري نه‌شي کولای.

درېیم، که څه هم اوس‌مهال تر ډېره بریده په امنیتي او دفاعي اورګانونو کې له فساد څخه مخنیوی شوی؛ خو په لومړیو کې په یادو اورګانونو کې په پراخه کچه فساد موجود و چې د منابعو له حیف و میل سربېره، د سرتېرو، بریدملانو او افسرانو ګمارنې برخه یې هم رانغاړله. له فساد سربېره روابطو هم خپله ونډه درلوده. په‌دې لړ کې ډېری داسې کسان امنیتي او دفاعي لیکو ته جذب شول چې د سواد له نشت‌والي سربېره، پر نشه‌يي توکو روږدي وو، د نظامي علومو پر ابېڅې نه پوهېدل ... دا چې دوی د پيسو په بدل کې ګمارل شوي و، نو فساد ته یې مخه او دندې ته یې شا کړه.

حل‌لاره څه ده؟

لومړی، له پورتنیو مواردو سربېره، که څه هم امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د (ملي) وروستاړی کارول کېږي؛ خو دغو ادارو سیاسي رنګ هم خپل کړی دی (په لوړه کچه  «وزیر او معینان» تر ډېره بریده د سیاسي تمایلاتو پر اساس ګمارل کېږي؛ خو دغې ستونزې منځنۍ او حتی ټيټې کچې ته هم سرایت کړی دی). مهمه ایسي چې د امنیتي او دفاعي اورګانونو څخه سیاست لرې کړی شي او په بشپړه توګه دغه ادارې غیرسیاسي کړی شي.

دویم، د تېرو کلونو په اوږدو کې په کور دننه او بهر مسلکي افسران روزل شوي دي؛ خو د ځینو مشخصو عواملو له‌مخې دغه مسلکي افسران د رهبرۍ تر کچې نه‌دي رسېدلي. دا چې د اردو او پولیسو اساسي ستونزه د منځنۍ کچې رهبرې بلل کېږي، نو غوره به وي چې د وروستیو کلونو په اوږدو کې روزل شوي مسلکي افسرانو ته د منځنۍ کچې رهبري وسپارل شي. باور دا دی چې دغو افسرانو ته د منځنۍ کچې رهبرۍ سپارلو سره، ترډېره بریده حالات بدلېدای شي.

درېیم، له پوځي تجهیزاتو وړاندې، د سرتېرو روحیه لومړیتوب لري. د جګړې په ډګر کې له روحیې وروسته تجهیزات او پوځی امکانات دویم ځای لري. که څه هم د امنیتي او دفاعي ادارو؛ په ځانګړي توګه د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې فرهنګي او عقیدتي برخه فعاله ده؛ خو باور دا دی چې دغه ریاست په سمه توګه خپله دنده نه‌ده ترسره کړې، مهمه ده چې د اردو فرهنګي او عقیدتي برخه؛ حتی د ټولیو تر بریده خپل فعالیت ته پراختیا ورکړي او افغان سرتېري پر ملي او اسلامي روحیه وروزي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې