ابحيات
د نوکيا رييس چې کله رسنيو ته د خپل شرکت د پلورلو خبره کوله، سترګې يې راډکې شوې، و يې ويل؛
ما په خپل کار کې هيڅ تېروتنه و نه کړه، مګر بيا مې هم ماتې وخوړه.
نوکيا په نړۍ کې خورا مخکښ او قدرتمن شرکت و، په نړۍ کې چې کوم موبايلونه بازار ته راتلل، پر ټولو يې اغېز پروت و؛ مګر دنيا ډېر ژر تغير وکړ، د نوکيا سيالو کمپنيو وکولای شول چې د نړۍ له غوښتنو سره ځان عيار کړي، موازې حرکت ته په سرعت دوام ورکړي؛ ځکه خو يې نوکيا شرکت ته ماتې ورکړه.
د نوکيا د ماتې له دې داستانه دا زدهکړه کولای شو چې که بدلون و نه منو، يا و نه کړو، د ژوند په منډه کې ماتې خورو او د حذف په ګرداب کې ورکېږو.
کابو ټول وخت د نوښت منل تېروتنه نه ده، خو له دنيا سره هر دم ټکر، نه جبرانېدونکې اشتباه ده، دغه چار مو له سيالۍ غورځوي، ولاړې اوبه نه د کار وي او نه د چا خوښېږي.
ستاسې د پرون خوښۍ ډېر ځله د راتلونکي په بدلون کې ننوځي، که تاسې له زمانې سره جوړ نه شوئ، د ماتې خپسه به درباندې پرېوځي، وروسته به له دې ووځئ چې څوک مو وشمېري.
تغير او د ژوند له لوړو ژورو سره ځان جوړول د نوښت چانس دی، نوښت دوام دی.
هغوی چې تغيير زوال ګڼي، لېرې نه ده چې يوه ورځ د ځمکې پر سر اضافي ښکاره شي.
دا نو بيا هغه وخت وي چې د ماضي ارمان پکې کېږي.
0 نظرونه