ستا ذهن ستا حقیقت دی
د ګرمۍ موسم و. د اوږدو لارو مسافر یوه ګوره ونه ولیده، ورتاو شو، سیوري ته یې کښېناست، دی نه پوهېده چې دا جادویي ونه ده او دا کمال پکې شته چې ورلاندې ناست کس که د هر شي تصور وکړي، هماغسې پېښېږي.
دغه وخت د مسافر په زړه کې ورتېر شول؛ کاشکې یو پوست پالنګ وای او ورباندې غځېدلی وای! سمدستي پوست پالنګ راپیدا شو.
مسافر له ځان سره وویل؛ چې ښه کباب وای، خوند به یې کړی و!
د سترګو په رپ کې خوندور کباب راپیدا شو او مسافر چې ډېر وږی و، ګېډه ښه مړه کړه او پر پالنګ وغځېد چې یوه سترګه خوب وکړي.
مسافر ته په نیمویښ، نیمویده حالت کې په زړه کې وروګرځېدل چې ځنګلي سیمه ده، هسې نه یو پړانګ راپیدا شي او ومې خوري.
پړانګ راپیدا شو او دی یې وخوړ.
یوه حکیم چې دا کیسه کوله، ویې ویل؛ زموږ هر یوه په وجود کې یوه جادویي ونه شته چې زموږ سپارښتنو ته غوږ غوږ ده، خو دا باید یاد ولرو چې نه یوازې ښه خیالونه، ښه تصورات او ښې هېلې پوره کوي، بلکې وېرو، اندېښنو او ناوړو فکرونو ته هم د عمل جامه وراغوندي.
0 نظرونه