د جبر او اختیار ډیالکټیک په درېیم ځل چاپ شو
د فلسفې مهم او ارزښتمن کتاب "د جبر او اختیار ډیالکټیک" چې پوهاند سید بهاءالدین مجروح کلونه وړاندې لیکلی او هغه وخت چاپ شوی و، په درېیم ځل د انسان مجلې له لوري چاپ شو.
په دې کتاب کې په دقیق ډول د انسان د جبر او اختیار پر حالاتو بحثونه شوي دي.
«د انسان په فکر، عمل، د ژوند په کړو وړو او سرنوشت کې فردي اراده او تکل څه تاثیر لري؟ ایا په ژوند کې کړه وړه، د ژوندانه څرنګوالی، نېکمرغي او بدمرغي، جګوالی او ټیټوالی، بریالیتوب او ناکامي... د انساني فرد د اعمالو او عزم نتېجه ده؟ یانې د فرد په واک او اختیار کې دی، یا دا چې ځینې بهرني شرایط او عوامل دا هر څه ټاکي او فرد د هغه په بدلون او څرنګوالي کې کوم تاثیر نه لري او د خپل ژوند واک او اختیار د ده په لاس نه دی، بلکې دا ټول دا لاندې بهرني شرایط او عومل ټاکي، یا فیزیکي او طبیعي شرایط دي، یا اجتماعي او اقتصادي عوامل دي چې دې ته طبیعي یا اجتماعي جبر determinism ويلای شو. یا یو معنوي او ماوراءالطبیعي قدرت موجود دی چې د انسان د ژوندانه اغاز او انجام، کړه وړه او اینده او پس له مرګه سرنوشت ټاکي او یا یې مخکې له مخکې ټاکلی او تثبیت کړی دی. دا د ماوراءالطبیعي جبر یا قضا و قدر fatalism په نامه یادېدای شي.»
دا کتاب په ۲۵۰ مخونو کې د انسان مجلې د ادارې له لوري په ښه صحاف چاپ شوی او د کابل په شمول د ګڼو ولایتونو په کتاب پلورنځیو کې موندل کېږي.
0 نظرونه