په يوه ګل پسرلی شو؛ هغه نجلۍ چې دوه کاله يې په ونه کې ژوند وکړ
د ځینو کسانو ژوندلیکونه دومره په زړهپورې وي چې لوستل یې لکه ناول او لنډې کیسې خوند کوي. له زرینو کرښو یې عبرت اخیستل کېږي او په انسان کې د بدلون لامل کېږي.
کله کله یوه کرښه یا یوه وړه حادثه د انسانانو په دید، فکر یا هم ژوند کې د بدلون لامل کېږي. داسې ویناوې باید په ذهن کې وساتل شي، حفظ شي؛ ځکه دې زرینو کرښو ته تل اړتیا پیدا کېږي.
جولیا باتري فلای هیل، د یوې شپږ سوه کلنې ونې د ژغورنې لپاره دوه کاله په ونه کې ژوند وکړ.
د الوار په نوم یوه شرکت غوښتل چې دا زړه ونه ووهي او پر ځای یې نورې ونې کښېنوي؛ خو پنځه ویشت کلنې جوليا د الوار شرکت له دې پرېکړې سره مخالفت ښوو.
دا چې دغه ونه د شرکت په ځمکه کې وه، د جولیا غبرګون ته یې هیڅ پام ونه کړ.
جولیا د ونې د ژغورنې لپاره ونې ته پورته شوه چې شاخوا ۷۴۰ شپې ورځې یې د کالفورنیا سړې او تودې وزغملې.
جولیا د چاپېریال ساتنې د اتلې په نوم په نړۍ کې د ډېر شهرت خاونده شوه. له همدې ونې یې د نړۍ هر ګوټ ته زنګونه ووهل، په غونډو او محفلونو کې یې ویناوې وکړې او رسنۍ یې خبرې وساتلې.
هره ورځ يې لسګونه کسان لیدو ته راتلل او له ځانه سره یې ډالۍ او خواړه هم راوړل.
د ۱۹۹۹م کال په ډسمبر میاشت کې د الوار شرکت اعلان وکړ چې دوی له خپلې پرېکړې پښېمانه شوي او ونه به نه وهي.
مګر دا يوازې موږ یو چې په پټه خوله د وحشتونو، قتلو نو، تېریو، ظلمونو او مرګونو ننداره کوو.
0 نظرونه