په کندهار کې له فاسدو چارواکيو لار ورکه ده؛  د څارنوالۍ پر مېز يې د فساد ۱۲ لويې دوسيې پرتې دي
۶ ثور ۱۳۹۷ 118159 0 نظر روزنامه سرخط

په کندهار کې له فاسدو چارواکيو لار ورکه ده؛ د څارنوالۍ پر مېز يې د فساد ۱۲ لويې دوسيې پرتې دي

د کندهار د استناف څارنوالۍ د تحقیق د څانګې مسوولين وايي چې په تېرو شپږو مياشتو کې په فساد د تورنو چارواکيو دوولس دوسيې وررسېدلې او ځينې يې دوی بشپړې کړې هم دي.

دغه دوسیې د کندهار د پخواني ښاروال، د اوبو رسولو د رييس، د ملي بس تصدۍ، د فواید عامې رياست، د پوهنې رياست، د کوچيانو په امریت او د ژېړۍ او رېګستان ولسواليو په ځينو چارواکيو پورې اړه لري.

تر اوسه پورې د اوبو رسولو د ريیس عبدالوهاب ترابي دوسیه محکمې ته لېږل شوې او د کندهار د پخواني ښاروال قاضي محمد عمر عمر دوسیه ۹۰ سلنه بشپړه شوې او اوس پوليسو ته امر شوی چې هر ځای په لاس ورغی، ودې يې نيسي.

 

ځايي خلک او د مدني ټولنو فعالان وايي، شپږ مياشتې وړاندې په کندهار کې فساد، رشوت اخیستل او جعلکاري دومره عادي چاره وه چې ان دولتي مامورينو به دا خپل قانوني حق ګاڼه.

د کندهاريانو په خبره، په ياد ولايت کې نه یوازې رشوت دولتي ادارو ته له ورتلونکو کسانو اخیستل کېده، بلکې تر ټولو لوی فساد او اختلاس په پروژو کې شوی دی.

قومي مشر حاجي رحيم الدين وايي، د روغتيايي مرکزونو، سړکونو، بندونو او نورو لويو پروژو، په ځانګړي ډول ملي پيوستون او پوهنې په پروژو کې فساد اوج ته رسېدلی وو.

دی وايي، د کندهار اداره خورا بدنامه شوه، خو له تېرو شپږو مياشتو نويو چارواکو ځينې پخواني مفسد چارواکي تر بريد لاندې نيولي، د فساد دوسيې يې تر څېړنې لاندې دي.

"اوس په کندهار کې د فاسدو مسوولینو او مامورينو پر ضد مبارزه چټکه شوې، ځينې د وظيفوي غفلت، فساد او درغلۍ په تور له دندو ګوښه شوي او ځينې بیا څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي چې لوړپوړي چارواکي هم په کې شامل دي."

د کندهار والي ډاکټر همایون عزیزي وايي چې د فساد پر ضد يې مبارزه په لومړيتوبونو کې ده، ځکه يې له قومي مشرانو، ځوانانو او مدني ټولنو له استازو څخه څارونکې ډلې جوړې کړې، تر څو په دولتي ادارو کې چارې وڅاري او د فساد مخنيوی وکړي.

د کندهار د استناف څارنوالۍ د مسوولينو په وینا، دوی ته د همدې څارونکو ډلو په مرسته داسې اسناد او شواهد په لاس ورغلي چې له مخې يې د اختلاس او فساد په تور يو شمېر دولتي مامورین تر څېړنې لاندې نیولي دي.

د کندهار د استناف څارنوالۍ د تحقیق د څانګې مسوول فلک ساپی وايي، د تېرو شپږو مياشتو په اوږدو کې په فساد د تورنو چارواکيو دوولس دوسيې وررسېدلې دي چې د ځينو يې چارې بشپړې شوې هم دي.

دی زياتوي يادې دوسیې د کندهار د پخواني ښاروال، د اوبو رسولو د رييس، د ملي بس تصدۍ، د فواید عامې رياست، د پوهنې رياست، د کوچيانو په امریت او د ژېړۍ او رېګستان ولسواليو په يو شمېر چارواکيو پورې اړه لري.

د لويې څارنوالۍ دغه مسوول د حقوقي اصولو له مخې د پلټنو تر وخت پورې د یادو مامورينو او چارواکيو نومونه نه په ډاګه کوي، خو زیاتوي چې د اوبو رسولو د ريیس عبدالوهاب ترابي دوسیه محکمې ته استول شوې او د کندهار د پخواني ښاروال قاضي محمد عمر عمر دوسیه ۹۰ سلنه بشپړه شوې ده.

ښاغلی ساپی وایي، له پولیسو څخه یې د قاضي محمد عمر د نیولو غوښتنه هم کړې ده.

د لويې څارنوالۍ مسوولين د اداري فساد او درغليو د مخنيوي په برخو کې په روانه مبارزه کې د کندهار د اوسېدونکيو همکاري هم غواړي او وايي، که خلک ورسره مرسته وکړي، نو ولس به له دا ډول مفسدين وژغوري.

ډېری کندهاري فعالان په دې باور دي چې د کندهار د ښاروال په ګډون يو شمېر په فساد تورن چارواکي زورور دي، له پوليس چارواکو سره لاس لري، نو ځکه خو هغوی نه نيول کېږي او تر اوسه سرې سترګې ګرځي.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې