فرخنده؛ بښل شوی وحشت او د قانون جنازه
۶ ثور ۱۳۹۷ 153115 0 نظر روزنامه سرخط

فرخنده؛ بښل شوی وحشت او د قانون جنازه

د وړم کال په وروستۍ ورځ ښاري اوباشانو د زیات د تعویزګرو مداریانو په اشاره په افغانستان کې په داسې یو بې‌ساري وحشت لاس پورې کړ چې له شرمه یې د افغان ولس سترګې د نړۍ ولسونو ته ځوړې کړې.

د فرخندې ناچاره چیغې اوس هم د مهربانه او مظلومو افغانانو، په تېره مېرمنو په ماغزو کې څړیکې وهي، دوی د ښار یوه تر ټولو متدینه او تجدد پسنده معصومه تور سرې په ډبرو، سوکانو او لرګيو شهيده کړه، په موټر پسې یې وتړله او بیا يې د هغې جسد ته اور ورکړ.

په لومړیو کې شوک خوړلو مدني فعالانو ډېرې هڅې وکړې چې د جانیانو دا ظلم له تاریخ، دولت او قانون څخه بې‌ځوابه پاتې نه‌شي، خو چې ورځې تېرې شوې، د هغو وحشیانو پر پلونو ګردونه ولوېدل، نن ورځ فرخنده د بدوي تاریخ یوه اسطوره غوندې پاتې شوه او کیسه هم هلته د شاه دو شمشیره په زیارت او پاخه سړک پای ته ورسېده.

د فرخندې قاتلان د پغمان د زبرزناکارو په څېر په لومړي سر کې په جديت دولت تعقیب نه کړل، نو ځکه د هر قاتل شاته لاسونه پیدا شول او دالاسونه د قوي خلکو له لستوڼو راووتل.

افغانستان اوس هم د انساني درنده‌ګانو په انحصار کې دی، هر څوک چې هر عمل کوي او تر شا یې د جنګسالار او پنډمنټلسټ تابوکار لاسونه وي، کله به هم په سزا و نه رسېږي.

د فرخندې کورنۍ او د مهربانو زړونو مالکان اوس هم شېبې شماري چې د دولت په زړه به خدای د رحم اوبه توی کړي او د فرخندې قاتلان به دار ته وخېژول شي، خو کال وروسته داسې اېسي چې دا ارمانونه به خاورې شي.

فرخنده هغو دکاندارانو نه ده وژلې چې ټوله ورځ خپلې مزدورۍ ته ناست وي او د قران د سوځولو پلمې راوپارول، بلکې هغو کسانو ووژله چې تر شا یې د دین په نامه د ګناهونو بلاګانې پټې دي.

د فرخندې قاتلان اوس د هغو قاتلانو له بښلو سره راڅرګندېږي چې په فرخنده یې لاسونه جګ کړي وو.

له بغلاني څڼېور رانیولې، تر هغه زلمي چې د خپل تره په دوکان کې یې عینکې پلورلې، داهغه کسان وختل چې په ښار کې د سازماندهي جرمونو لپاره ګمارل شوي وو.

کله چې دولت او په محاکمو کې قاضیان د فرخندې دوسیې ته لاس وروړي، نو د دې خلکو پټ پیغامونه اخطارونه د قاضیانو ترغوږونو ورسېږي او له دې کبله چې قانون قاضیانو ته مصوونیت او د سر ضمانت نه‌شي ورکولای، نو دا به ګرانه وي چې د محکمې یو قضايي مامور دې له یو سرمایه‌دار او مقتدر جنګسالار سره پنجې نرمې کړای شي.

د فرخندې د قتل پر دوسیه خاورې اړوونکي واړه خلک نه دي، دوی په دولت کې په لوړو څوکیو کار کوي، دوی پر دولتي دستګاه تسلط لري او ددوی لپاره د فرخندې د قاتلانو محاکمه د مدني جریان بری دی چې دوی وېره ځنې لري.

که د فرخندې قاتلان په مرګ محکومېږي، د دې قاتلانو له خولو به بلا خطرناک اوازونه راووځي، دوی به رازونه ووايي او خپلې شبکې به له امر تر مادونه رسوا کړي.

تر دې تېر بل راز دا دی چې د فرخندې قتل ته په ټولنه او مقتدره کټګورۍ کې له دوو زاویو کتل کېږي، ځینې هغې ته د جنایت په سترګه ګوري، خو ځینې نور بیا وايي چې دا د مدني جریانونو او ایخواني روحیې تر منځ وروستی تقابل دی.

که د فرخندې قاتلان په مرګ محکومېږي، مانا یې دا ده چې په خېټو کې پاخه سخت دريځي او حاکم جمود فکر شکست خوري او انسانیت، مدنیت، قانون او انتقالي عدالت بري ته رسېږي او دا پیل به ډېر خلک د دار تختو ته جګ کړي، نو ځکه اوس هڅې شروع دي، لا له یوه کاله روانې دي چې دا دوسیه وځنډېږي، تته شي، پټه شي او په نهایت کې د بغلاني په شمول اصلي فاعلین سرې سترګې ټولنې ته راووځي.

د فرخندې د قاتلانو محرکه قوه د ټولې مسلې په جریان کې ده، دا بهیر له پیله تر ننه څاري، اول یې یوازې قاتلان ونیول، ځکه چې ترکورونو په بنديخانو کې مصوون دي، بیا یې د خلکو د ارامولو لپاره د دوسیې د سرسري څېړنو اجازه ورکړه، خو اوس دغو قاتلانو ته برات ورکول کېږي او هڅې روانې دي چې هر یوې یې سلامت کور ته ستون شي.

په اصل کې د فرخندې قاتلانو د دوی لپاره د مدني جریانونو او انسانیت پر مخ اصلي څپېړه وهلې ده، دا اوس دوی دي چې د دې څپېړې د حقانیت دعوه وګټي او دا یو عادي استثنايي جرم وګڼل شي، حتی تصادف وشمېرل شي.

د افغانستان د خلکو او قانون حاکمیت غوښتونکيو لویه ستونزه دا ده چې قضیې تر پایه نه تعقیبوي، دوی ښه پیل کوي، خو بد انجام ته رسېږي، دوی نه‌شي کولای خپل مجرم د دار تختې ته راکاږي.

د یو سرتاسري حرکت اړتیا ده چې هم تعقیب ولري او هم اعتصاب، ترڅو د فرخندې قاتلین چې لا په زندانونو کې دي، په مرګ محکوم شي، که موږ فرخنده و نه ګټلای شو، مانا یې دا ده چې د قانون او مذهبي استبداد تر منځ مو مبارزه، استبداد او اختناق ته وبایلله او بیا به ډېرې فرخندې او وروڼه د اصلاحاتو او حقانیت د نعرې قربانیان شي او مقابل لوری به مو په خوله وخاندي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې