د روغتيا وزارت اداري معين له دندې ګوښه شو
۹ سرطان ۱۳۹۹ 659 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د روغتيا وزارت اداري معين له دندې ګوښه شو

 

د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري معين ډاکټر شفيق الله شهيم نن د ولسمشر له خوا له دندې وشړل شو.

سرخط ورځپاڼې ته په ارګ کې سرچينو وويل چې ولسمشر غوښتل په هېواد کې د زړو او نويو روغتونونو د حالت په اړه له عامې روغتيا وزارت څخه مالومات تر لاسه کړي، خو دغه وزارت و نه توانېده چې په ټاکل شوې موده کې حتا د خپلو شته روغتونونو د وضعيت راپور وړاندې کړي.

سرچينه وايي، ولسمشر نن سهار د کابينې تر غونډه مخکې په وار وار هڅه کړې وه چې د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري معين پيدا کړي، خو د معين درک نه و.

همدا لامل شوی چې ولسمشر د کابينې په غونډه کې د عامې روغتيا وزير ته وریاده کړې چې د دغه وزارت اداري معين تر دې وروسته معزول دی.

پنځو ولايتونو ته نوي واليان وټاکل شول

Jul 06, 2020 29

د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، د هېواد پنځو ولايتونو خوست، سمنګان، نورستان، لغمان او بغلان ته نوي واليان ټاکل شوي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزير به تر پارلمان مخکې څارنوالي ته ځي

Jun 15, 2020 29

د ولسي جرګې د داخلي امنيت کمېسيون لويې څارنوالي ته ويلي دي چې د اطلاعاتو او کلتور لپاره د ولسمشر له خوا د نوي ټاکل شوي وزير طاهر زهير دوسيه دې وڅېړي.

صبري اندړ د معلولينو او شهیدانو وزارت مرستياله وزيره شوه

Jun 14, 2020 29

صبري اندړ د ولسمشر د حکم په اساس، په شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې، د نظامي شهیدانو او معلولینو چارو د انسجام مرستیاله وزيره وټاکل شوه.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې