حساب برابر آمد؛  مشرانو جرګه وايي، وحيد عمر او فېروز نه دي ملامت
۳۰ ثور ۱۳۹۹ 17 0 نظر سرخط ورځپاڼه

حساب برابر آمد؛ مشرانو جرګه وايي، وحيد عمر او فېروز نه دي ملامت

 

مشرانو جرګې لويې څارنوالي ته په يوه لېږلي ليک کې ويلي دي چې د دوی هغه مخکېنی ليک دې حفظ کړي چې په اساس يې د ولسمشر سلاکار وحيد عمر او د عامې روغتيا د وزير فېروز الدين فېروز لويې څارنوالي ته معرفي شوي ول.

مشرانو جرګې ويلي دي چې وحيد عمر ورغلی او سپېناوی يې ورکړی دی.

د دوی په خبره، د ښاغلي عمر خبرې يې زړه ته لوېدلې او ورڅخه ډاډه شوي دي، ځکه نو له خپلې مخکېنۍ پرېکړې تېرېږي.

پر وحيد عمر او فېروز د کرونا وايرس د مخنيوي لپاره د ځانګړيو شويو پيسو د بې ځايه مصرفولو له امله د مشرانو جرګې غړيو شک کړی و.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې