ډاکټر محب دیبورا لاینز ته زنګ وهلی
۲۵ ثور ۱۳۹۹ 50 0 نظر سرخط ورځپاڼه

ډاکټر محب دیبورا لاینز ته زنګ وهلی

 

د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار ډاکټر حمد الله محب په افغانستان کې د يوناما نوې مشرې دیبورا لاینز ته په يوه وېډيويي کنفرانس کې د نوي مسووليت مبارکي ورکړې ده.

امنيت شورا وايي، ډاکټر حمدالله محب په دې وېډیوي لیدنه کې مېرمن لاینز ته د هغې د ټاکل کېدو مبارکي وویله او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له خوا یې د هر اړخیزې همکاري ډاډ ورکړ.

دوی دواړو په دغه کنفرانس کې د اوسني وضعیت او وروستیو پېښو په اړه بحث او د نظرونو تبادله کړې.

ډاکټر محب؛ د سولې او زغم لپاره مې پخوانۍ طبقه‌بندۍ ماتې کړې

May 27, 2020 29

د ملي امنيت شورا سلاکار ډاکټر حمد الله محب وايي، په هېواد کې د دايمې سولې او زغم د پياوړتيا په پار يې پخوانۍ طبقه‌بندۍ ماتې کړې او په کوچني اختر کې د هېواد د "دوو تاريخي [...]

ښايي روان اوربند يوه اوونۍ شي

May 25, 2020 29

ځينې سرچينې وايي، طالب اورپکي په خپل منځ کې غوږونه سره جنګوي چې اوربند اووه ورځو ته وغځوي.

د ډاکټر عبدالله مرستيالان يې نن ارګ ته نه دي پرې ايښي

May 17, 2020 29

په ارګ کې يوې سرچينې سرخط ورځپاڼې ته ويلي دي چې نن د ارګ ساتونکيو د مخکېني اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله غبرګ مرستيالان د ارګ له دروازې را ځواب کړي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې