په بلخ کې پوليسو پر مظاهره چيانو بريد کړی
۲۳ ثور ۱۳۹۹ 34 0 نظر سرخط ورځپاڼه

په بلخ کې پوليسو پر مظاهره چيانو بريد کړی

 

نن د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې مظاهره شوې چې وروسته په تاوتريخوالي اوښتې او پوليسو پر مظاهره چيانو ډزې کړې دي.

له سيمې څخه سرچينو سرخط ورځپاڼې ته ويلي دي چې د پوليسو په ډزو کې څو تنه مظاهره چيان ژوبل شوي، خو دقيق شمېر يې نه دی مالوم.

امنيتي سرچينې وايي، تېره شپه يوې ډلې وسله‌والو د مزار شريف او شبرغان تر منځ غځېدلی سړک ويجاړاوه چې الوتکو ورباندې بريد کړی دی.

د همدې بريد په غبرګون کې نن مظاهره شوې او اوس په تاوتريخوالي اوښتې ده.

تر اوسه د کورنيو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ويلي. 

‏ولسمشر د اياز شهادت څېړنې ته پلاوی وټاکه

Jun 03, 2020 29

ولسمشر د مولوي اياز د شهادت څېړنې ته پلاوی وټاکه.

د کندوز امنيه قوماندان د کرونا له امله ومړ

Jun 02, 2020 29

د کندوز امنيه قوماندان عبدالرشيد بشير لږ مخکې د کرونا وايرس له امله په کابل کې ومړ.

منيب؛ مولوي اياز نيازی تر اوسه ژوندی دی

Jun 02, 2020 29

د حج او اوقافو وزير مولوي عبدالحکيم منيب وايي، د وزير اکبر خان جومات امام ډاکټر محمد اياز نيازی تر اوسه ژوندی دی.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې