کنګنا به پروډويوسره هم شي
۱۰ قوس ۱۳۹۸ 99 0 نظر سرخط

کنګنا به پروډويوسره هم شي

کنګنا به پروډويوسره هم شي

د بالیووډ نامتو ستورې کنګنا رناوټ وايي چې د بابري مسجد او رام مندر د لانجې په اړه یې د فلم جوړولو پرېکړه کړې.

د دغه فلم کیسه «کي‌وي‌وجیندرا پرساد» لیکلې او نوم یې «اپاراجیتها ایودهیا» غوره شوی چې د را روان کال په لومړیو کې به یې شوټنګ پیل شي.

کنګنا رناوټ چې په بالیووډ کې د بې‌باکه او لانجمنو پېښو په انتخاب کې نوم او ځانګړتیا لري، د دغه فلم په جوړولو به د ډایرکټري تر څنګ پروډیوسره هم شي.

هغه په یوه مرکه کې وايي چې د رام مندر موضوع له کلونو راهیسې یوه جنجالي موضوع پاتې شوې او په ۸۰یمه لسیزه کې مې له پیدایښت را وروسته د یو ماشوم په حیث د ایودهیا نوم په جنجالي تر غوږو شوې او ښه ده د جایداد دغه مساله روښانه شي.

ياده دې وي چې د هغې د یو بل فلم «تهالي وي» ټرېلر هم تازه خپور شوی او ویل کېږي چې د ۲۰۲۰ مېلادي کال د جون پر ۲۶مه به ریلیز شي.

 

رنویر سنګهـ ؛ ما ووژنه!

Dec 11, 2019 29

دیپیکا په خپل انسټاګرام پاڼه کې ۴۱ میلیونه فالورز لري

د يو لک ۲۰ زره ډالرو کېله

Dec 11, 2019 29

د میامي په یوه ګالري کې دغه کیله په یو لک او شل زره ډالره وپلورل شوه چې څه کم سل لکه افغانۍ کېږي. بله يې لا دا چې له دې وروسته یوه بله کېله هم په همدې بیه وپلورل شوه.

 دیپکا به په هاليووډ کې ولوبېږي؟

Dec 09, 2019 29

د بالیووډ مشهورې ستورې دیپکا پاډوکون په اړه له څو ورځو راهیسې دا خبره کېږي چې ګواکې هغې هالیووډ ته د تلو تابیا نيولې.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې