له ايډژه نور مه وېرېږئ
۳ قوس ۱۳۹۸ 118 0 نظر سرخط

له ايډژه نور مه وېرېږئ

له ايډژه نور مه وېرېږئ

د HIV ايډز ناروغي چې تشخیص مالومول یې د عادي ډاکټرانو او ماشنینونو له وسه پورته خبره ګڼل کېږي، خو نن ډاکټرانو ته د دې ناروغي مالومولو په اړه ښه زېری لرو.

د امریکا په کولمبیا پوهنتون کې څېړونکیو داسې اله جوړه کړې چې د ځیرک موبایل په مرسته یوازې په پنځه لس دقیقو کې د HIV ناروغې تشخیص کوي.

دا اله د ځیرکو موبایلونو په دواړو اينډرايیډ او ای‌او‌ايس سيسټمونو کې کار کوي او هيڅ بېټرۍ ته اړتیا نه لري، ځکه ټول تشخیص خپله د موبایل یا ټابليټ له لارې کوي.

د دې الې کارول ډېر اسانه دي. تر هر څه وړاندې له ګوتې یو څاڅکی وینه اخيستل کېږي او د دې الې په پلاسټیکې کلکټر برخه کې ځای پر ځای کېږي چې له ۱۵ دقیقو وروسته تشخیصېږي.

که څه هم دا اله تر اوسه په ازمایښتي پړاو کې ده او تر دې دمه پرې ۹۶ ناروغان تشخیص شوي دي، خو اټکل شوې بیه یې ۱۸ زره امریکايي ډالره ایښوول شوې ده چې څه وخت وروسته به عام بازار ته هم وړاندې شي.

د ون‌پلس مينه‌وال دې خبر وي

Dec 11, 2019 29

ون‌پلس پخوا ګرانه موبایلونه تولیدول، خو دا دی له کلونو وروسته غواړي مينه‌والو ته ون‌پلس ۸ لایټ موبايلونه جوړ کړي.

فېسبوکيانو ته زېری

Dec 09, 2019 29

 فېسبوک د  «Facebook View Ponit» په نوم یو نوی څېړنيز اپليکېشن وړاندې کړی چې کاروونکيو ته به يې نغدې پيسې ورکوي.

تر ځيرک موبايل وروسته ځيرک ټلوېزيون

Dec 08, 2019 29

نوکیا کمپنۍ د موبایل تر تولید وړاندې په ۹۰ مېلادي لسیزه کې ټلوېزیون تولیداوه، خو د موبایل د جوړښت په خاطر یې د هغه تولید په بازار کې له پامه ولوېد.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې