د سلمان خان حسد
۲۶ عقرب ۱۳۹۸ 137 0 نظر سرخط

د سلمان خان حسد

 د سلمان خان حسد

د هندي سېنما وتلی او نوموتي فلمي ستوري سلمان ‌خان په دې ورځو کې د خپل نوي «دبنګ۳» په نوم فلم په جوړېدو بوخت دی.

د دې فلم لپاره يې د پاکستان مشهور سندرغاړي راحت فتح علي خان دوې سندرې ویلې وې، خو وروسته تر هغه چې د کشمیر پر سر د هندوستان او پاکستان تر منځ اړیکې خرابې شوې، د دواړو هېوادونو پر سېنماګانو یې هم اغېزه وکړه.

د هندي رسنیو د مالوماتو له مخې، تر دې ترینګلتیا وروسته دواړو هېوادو پر هنرمندانو او فلمي لوبغاړيو د سفر او کار بندیز ولګول شو او هندي حکومت له خپل هېواده ډېر پاکستاني اداکاران وشړل.

سلمان خان اوس له خپل راتلونکي فلمه د راحت فتح علي خان سندرې لرې کړئ، د هغه پر ځای یې بل سندرغاړی غوره کړی دی او د ځینو سرچینو په باور سلمان خان په دې خاطر له دې فلمه د پاکستاني سندرغاړي سندرې لرې کړې چې د خپل فلم بازار یې خراب نه ‌شي او یا سیاسي حالاتو ته په کتو یې فلم د سندرو له امله له نيوکو سره مخ نه‌شي.

رنویر سنګهـ ؛ ما ووژنه!

Dec 11, 2019 29

دیپیکا په خپل انسټاګرام پاڼه کې ۴۱ میلیونه فالورز لري

د يو لک ۲۰ زره ډالرو کېله

Dec 11, 2019 29

د میامي په یوه ګالري کې دغه کیله په یو لک او شل زره ډالره وپلورل شوه چې څه کم سل لکه افغانۍ کېږي. بله يې لا دا چې له دې وروسته یوه بله کېله هم په همدې بیه وپلورل شوه.

 دیپکا به په هاليووډ کې ولوبېږي؟

Dec 09, 2019 29

د بالیووډ مشهورې ستورې دیپکا پاډوکون په اړه له څو ورځو راهیسې دا خبره کېږي چې ګواکې هغې هالیووډ ته د تلو تابیا نيولې.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې