سني دېول په پاکستان کې مينه هم پيل کړې
۲۵ عقرب ۱۳۹۸ 385 0 نظر سرخط

سني دېول په پاکستان کې مينه هم پيل کړې

سني دېول په پاکستان کې مينه هم پيل کړې

د بالیووډ سېنما وتلي فلمي ستوري سني دېول چې په ډېرو فلمونو کې یې د پاکستان پر خلاف تمثیل کړی دی، خو په حقیقي ژوند کې یې له پاکستانیانو سره مینه پیل کړې ده.

څو ورځې وړاندې د سکانو د مذهبي لارښود ګرو نانک د ۵۵۰مې کالیزې په مناسبت د پاکستان لاهور کرتاپور ته له هندوستانه یو پلاوی لاړ چې په دې کې د هندي سېنما مشهور لوبغاړی سني دېول هم ګډون لاره.

که څه هم هغه د «غدر او بارډر» په څېر د پاکستان پر خلاف فلمونو کې هم کار کړی دی، خو پاکستان ته له سفر وروسته یې په هندوستان کې له رسنیو سره ویلي دي چې لاهور ته یې سفر ډېر ښه تېر شو او په وینا یې خلک ورته ډېر مینه‌ناک ښکاره شول.

هغه زیاته کړې، خلکو ورته ډېره مینه ورکړه او په خبره یې دا د امن او مینې پیل دی، باید ادامه ورته ورکړل شي او تر دې وړاندې یې په ټولنیزو رسنیو کې له یوه انځور سره چې په پاکستان کې یې له خلکو سره اخيستی و، لیکلي، انسانیت دې ژوندی وي.

را روانه يکشنبه به قيامت وي؟ د مايا تمدن جنتري يو ځل بيا لانجمن بحثونه تاوده کړي

Jun 16, 2020 29

سره له دې چې له يوې خوا نړۍ له کرونا، ملخانو، زلزلو او نورو طبيعي افتونو سره پنجې نرموي، د مايا په نامه د لرغوني تمدن جنتري يو ځل بيا د بحثونو محور شوې چې وايي د سږ کال د جون يو [...]

د پاکستان پوليسو خره د قمار وهلو په تور نيولي

Jun 09, 2020 29

د پاکستان د پنجاب ايالت په رحيم‌يار خان ولسوالي کې پوليسو د خرو د ځغاستې پر يوه مسابقه چاپه وهلې او څو خره يې د قمار وهلو په تور نيولي دي.

هنديانو د کرونا عبادت پيل کړ

Jun 08, 2020 29

په داسې حال کې چې تقريبا پر درسته نړۍ کرونا وايرس خوله لګولې او د ټولې نړۍ طبيبان د دغه وايرس پر ضد پر درملو جوړولو اخته دي، هنديانو د کرونا وايرس عبادت پيل کړ.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې