کرېکټ؛ د دويمې درجې روزونکیو ته کورس پيل شو
۱۵ عقرب ۱۳۹۸ 212 0 نظر سرخط

کرېکټ؛ د دويمې درجې روزونکیو ته کورس پيل شو

کرېکټ؛ د دويمې درجې روزونکیو ته کورس پيل شو

د کرېکټ بورډ د لوبو د پرمختيايي څانګې له لوري د دويمې درجې روزونکیو يا لېول ټو ريفرېشر کوچنګ لنډ‌مهاله پيل شو چې د نومبر تر ۷مې نېټې پورې به دوام وکړي.

یاد بورډ وايي، د پرمختيايي څانګې په وينا چې ريفرېشر کوچنګ کورس هغه روزونکو ته ورکول کېږي چې لېول ټو کوچنګ کورس يې له وړاندې په بريالۍ توګه تر سره کړی وي.

په دې روزنيز کورس کې به روزونکو ته د مختلفو مهارتونو تر څنګ په کرېکټ کې د نويو رامنځ‌ته شويو پرمختګونو په برخه کې بشپړ مالومات ورکړل شي، تر څو د دوی له دغه مهارتونو څخه په روزنه کې بشپړه ګټه واخېستل شي.

په دې کورس کې به د روزونکیو په ځانګړتياو، د مهارتونو په لوړولو، د روزونکو په افهام او تفهيم، بايوميکينيک، پلان جوړونه، د ځانګړو حالاتو مطالعه او نظر ورکول، د روزنې پر وخت ستونزې، د روزونکو فيزيکي پیاوړتيا او د روزنې عملي زده‌کړې ورکول کېږي.

د بنګله‌دېش لوبډله د شل اوریزو سیالیو لپاره هم پاکستان ته نه شي تللی

Dec 29, 2019 29

د بنګله‌دېش کرېکټ بورډ د امنیتي ګواښونو له امله له پاکستان سره شل اوریزو سیالیو ته د شک په سترګه ګوري.

ویرنون پلينډر له نړیوال کرېکټ نه استعفا وکړه

Dec 25, 2019 29

د سوېلي افریقا الرونډر ویرنون پلينډر د نړیوال کرېکټ له هر فارمټ نه خپله استعفا اعلان کړه.

د نبي په لرې کېدو رنګپور رنجرز لومړۍ بریا خپله کړه

Dec 23, 2019 29

رانګپور رنجرز لوبډلې د بنګله‌دېش د کرېکټ غوره لیګ سیالیو په بهیر کې داسې مهال څلور لوبې سر پر سر بایلودې چې محمدنبي یې لوبډلمشري کوله.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې