پښېماني
۱۴ عقرب ۱۳۹۸ 258 0 نظر سرخط

پښېماني

پښېماني

سلامونه يارانو!

راځئ نن د زرڅانګې د بې‌پروايي په هکله دا کيسه ولولو؛ نو تاسې هم د مور او ملګرو خبره منئ خدای مه کړه بیا به داسې شئ لکه زرڅانګه چې ورسره مخ شوې وه؛

***

له ښاره لرې په یو ښایسته تک شین کلي کې یوه نجلۍ اوسېده چې زرڅانګه نومېده. زرڅانګې دوی یوه کوچينۍ حوېلۍ درلوده او هلته یې پلار ‌‌‌‌‌‌ډېر ښکلي ښکلي ګلان ایښي وو چې مور به یې هر سهار له لمانځه وروسته ګلانو ته اوبه ورکولې، کور یې ټول د ګلانو له خوشبویي ‌‌‌‌‌‌ډک وو؛ راځئ چې نور د زرڅانګې په هکله کيسه واورو؛

زرڅانګه ‌‌‌‌‌‌‌ډېره شوخه نجلۍ وه، دې د هيڅ چا خبره نه منله هغه کار به یې کوه چې زړه یې غوښت، هره ورځ به له دې د ګاونډیانو شکایتونه راتلل، د مور او پلار نصیحت هم پرې تاثیر نه درلود، خو له ورځو یوه ورځ زرڅانګې د ګاونډیانو له ماشومانو سره خبرې وکړې چې د عبدالله کاکا په باغ کې به مېله کوو، هغه باغ د دوی له کوره لرې وو؛ نو نورو نجونو وویل چې نه، هلته موږ نه ځو څه خبره و نه شي بیا به مو مېندې په قهر وي.

خو زرڅانګې دوی په زاريو زاريو راضي کړې او بیا یې خپلې مور ته وویل؛ مور جانې! موږ د عبدالله اکا په باغ کې مېله وکړو؟

 مور یې ورته وویل؛ نه لورې هغه باغ لرې ده، خدای مه کړه په لاره کې څه خبره پېښه نه‌ شي زما هم لاس بند دی، که نه ما به بېولې وې نو لاړه نه شې!

 زر څانګه زرڅانګه وه، له مور پټه، هلته ولاړه. کله ورسېده نو د وړو تر خوړلو مخکې یې له نورو نجونو سره په لوبو پیل وکړ، د لوبو په جریان کې یې په باغ کې یو سپي ته پام شو او د هغه په ځورولو یې پیل وکړ، نجونو  ورته وویل چې مه کوه یو وار به را خلاص شي بیا به څه کوې؟  دې ویل چې نه هيڅ هم نه کېږي په همدې کې سپي غپ وهل او را منډه یې کړه، زرڅانګه له نورو انجونو سره یو ځای په مڼده شوه، خو د زرڅانګې پښه تاو شوه او ځای پر ځای کېناسته، نوره نه شوای ولاړېدای، سپي هم خوله ور واچوله، ښه و په دې وخت کې باغوان را ورسېده او زرڅانګه یې له سپي خلاصه کړه، د دې پښه یې کلکه وتړله او له نورو انجونو سره یې کور ته ورسوله کله یې چې مور د دې دا حالت ولید؛ نو ژر یې ‌‌‌‌‌‌‌ډاکټر ته ور وستله؛ نو مور یې ورته وویل چې ما خو تاته ویلي و هلته به نه ځې! ودې لیده زما خبره دې منله اوس نو دردونه تېروه.

 

ځنګل او د زړې بیزو کیسه

Dec 18, 2019 29

اجمل تورمان لومړۍ برخه په ځنګله کې د تبرونو غږونو بیزوګان وېرولي وو. هغوی وارخطا وو چې که انسانان د ځنګله ونې ووهي موږ به چېرې ځو؟

د کتاب خوږې خبرې

Dec 16, 2019 29

سلامونه انډيوالانو! خدای دې وکړي چې روغ به یاست او ژمني کورسونه به مو له خيره پيل کړي وي او یا به تيار ورته نيسئ، خو راځئ نن کتاب ته غوږ ونيسو چې موږ او تاسې څه خبرې کوي؛

زه څوک يم؟

Dec 08, 2019 29

سلامونه ګلاليو ماشومانو! خدای دې وکړي چې ازموينې مو په خير تېرې شوې وي، نن راځئ د اغلې فرشتې صالحي دا شعر سره ولولو، خو تر لوستلو وروسته بیا د ټولګې کتابونه هم واياست؛

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې