د جګړې انګېزه څنګه پيدا او پياوړې کېږي؟
۱۴ عقرب ۱۳۹۸ 287 0 نظر سرخط

د جګړې انګېزه څنګه پيدا او پياوړې کېږي؟

د جګړې انګېزه څنګه پيدا او پياوړې کېږي؟

لومړۍ برخه

زبير افغان

جنګ کول د انسان په فطرت کې نه‌شته، بلکې بهرني لاملونه ځينې انسانان دې ته اړ کړي چې جګړې ته مخه کړي. دلیل يې دا دی چې ټول انسانان جګړه‌مار نه دي، حتا په ځينو هېوادونو کې د جرمونو کچه دومره لږ ده چې په نشت حساب ده. یوه اروپايي هېواد د زندان دروازې له دې امله بندې کړې چې ورته اړتیا نه وه، که انسان فطري جنګیالی وای، نو بیا به ټولو انسانانو جنګونه کول او همدارنګه د جګړې په سیمو کې داسې وګړي وي چې جنګ يې نه وي خوښ.

پورته عنوان نه په تاریخ کې د شویو جنګونو انګېزو راسپړلو ته ښوول شوی دی، نه په مجموع کې د نورو هېوادونو د جنګونو په اړه بحث کوي، دلته یوازې او یوازې غواړم زموږ په هېواد کې چې اوس څه تېرېږي، د دې په اړه خپل نظریات ولیکم، د دې جنګ انګېزه څنګه پيدا شوه او څه ډول پياوړې کېږي؟

له خلقیانو او بیا شورویانو سره د جنګ تر داستان به هم را تېر شم، را به شم له ۲۰۰۱ کاله به د دې موضوع په اړه بحث پیل کړم. هغه مهال چې طالبان د ټول هېواد نیولو ته نږدې وو، د امریکا په مشري مسلمانو او نامسلمانو هېوادونو د طالبانو پر وړاندې یوه اتحاد کې سره را غونډ شول او د طالب رژيم د پای ته رسولو پرېکړه يې وکړه. په نتیجه کې بهرني قووتونه راغلل او دلته يې نظام ته تغییر ورکړ.

له دې شي د جنګ دوه سببه را پيدا شول، لومړی؛ د خارجیانو تېری او شتون، دویم؛ له قدرته د لري شویو کسانو همداسې له واکه ګوښه ساتل چې هغوی يې د تر لاسه کولو لپاره هرومرو لاس په کار کېږي.

د طالبانو په لیکو کې عموماً دا فکر دی چې بهرنیان دلته راغلي دي او پر موږ مقاومت فرض دی، دا یو عمومي فکر دی، خو د طالبانو په لیکو کې هغه کسان چې واک يې لیدلی دی یا هم مشران دي اوس يې هم تجربه کوي، هغوی یوه بله انګېزه هم لري چې یا اوس په واک کې ډېره برخه ورکړل شي یا که فرضاً بهرنيان ووځي وروسته به بېرته قدرت نیسو او واک به له موږ سره وي.

د طالب نظام تر سقوط وروسته د واک خلا د خارجیانو په مشري داسې ډکه شوه چې زیات منفور کسان واک ته ورسېدل، هغه کسان چې پر ضد يې طالبانو پاڅون کړی وو، د امریکا په مرسته یو ځل بیا واک ته ورسېدل او خپلې پخوانۍ عقدې يې سړولې. له ما سره د دې حالت ژوندي مثالونه شته چې د دوی عقديي چلند څنګه ګڼو کسانو ته د مقاومت سبب شو او د طالبانو له لیکو سره يو ځای شول؟

په لومړي سر کې د بهرنيانو او ورسره د ځینو خاصو افغان پوځي قطعو له لوري پر مسجد، واده، مدرسه، جنازه او نورو مقدسو یا ملکي تجمعاتو باندې ړندې بمبارۍ هم د دې سبب کېږي چې یو سوله‌یز کس خپل د امن ژوند پرېږدي او له مخالفانو سره یو ځای په جنګي روحیه او انګېزه خپل ژوند د جنګ او جګړې قرباني کړي. په یوه جغرافیه کې ټول وګړي جنګیالي نه وي، دا ځکه چې دوه لوري په جنګ کې سره ښکیلېږي، باید د بې‌طرفه کسانو د ژغورنې په خاطر هغه اصول مرعات کړي چې د هغوی د خوندیتوب سبب کېږي، خو دلته یو لوری هم هغو اصولو یا جنګي قوانینو ته پام نه کوي چې همدا سرټمبګي هم ځینو کسانو ته د جنګي انګېزې په ورکړه کې مهم رول لري.

د بهرنیانو له راتلو سره د ښځو د حقونو نارې هم ډېر پورته شوې، په دې اړه ځانګړې ادارې جوړې شوې، پروژې وایستل شوې او میلیونونه ډالر مصرف شول، مګر دا هم جوته شوه چې د همدې ښځو د حقونو په نوم ځينو ښځو خورا لوی فساد وکړ، ځينو ښځو د هغوی حقونه تر پښو لاندې کړل، ځينو ښځو د هغوی حق ته په سپکه وکتل او د ښځې حیثیت ته يې په دې هم زیان ورساوه چې په ځينو ادارو کې اخلاقي فساد ته لار جوړه شوه او دا نن هم دا چیغې وهل کېږي چې اخلاقي فساد شته او دا بې‌بندوباره اخلاقي فساد به د ټولنې اینده له لوی ګواښ سره مخ کړي.

 له دې هر څه سره هممهاله بیا په مطبوعاتو کې د خلکو پر واقعي ستونزو د پروګرام پر ځای زموږ له کلتور او شرعي ارزښتونو سره ټکر سریالونه خپرېږي دا خپله په خلکو کې د جنګ انګېزه پياوړې کوي، یو شمېر کسانو ته د تبلیغاتو موکه برابره وي او نور سر ناخلاصه بیا د فحاشي د نوم په اورېدو دې ته تیارېږي چې راشي بازارونو کې ځانونه انفجار کړي او د وحشت یوه نمونه نړۍ ته وړاندې کړي.

دا سمه ده چې زموږ په ټولنه کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي، خو دا کلي او عمومي قاعده نه ده، دلته څو سلنه ښځې حقونه لري، خو لویه سلنه ممکن په مختلفو ډولونو له مختلفو حقونو بې‌برخې شوې وي چې هغه هم تر شا خپل علتونه لري او یوازې د شعار په ورکولو او د ځینو ډیسکو ښځو په راوستلو دا معضله نه حلېږي، بلکې لا نور اړخونه اخلي چې د نورو مشکلاتو سبب کېږي او دا فعلاً همداسې سرچپه کیسه روانه هم ده.

 په ټلوېزیون کې د ناسمو سریالونو خپرېدا او يوه داسې کارکوونکې يې چې د دې ځای له عنعناتو سره سم يې حجاب نه وي مرعات کړی، ځينې خلک دې ته ودرول چې لوڼې له تعلیمه بندې کړي او د جنګي لیکو پر کسانو يې هم خپل اغېز کړی دی.

د همدې ټلوېزیون یوه بله برخه بیا د جنګي سریالونو په خپرولو بوخته ده چې دا بیا په خپل وار د توپک، بدمعاشي، خپلسري وژنو، قاچاقو، انسان تښتونې، غیر قانوني کړنو، له وسله‌والو ډلو سره اړیکو پيدا کولو او نورو ناخوالو ته لار جوړوي چې له بده مرغه ښه په درز کار ورته کېږي. دا هم د جنګ انګېزه پياوړې کوي چې د همدې موخې لپاره دلته خپرېږي.

په جنګونو کې د چا چورت سم وي او څوک پکې مري، څوک پکې چاغ شول او نورو بیا د یوې ګولې ډوډۍ له پيدا کولو ناتوانه شول، د چا خپل کسان پکې مري او د بل لپاره بیا تجارت دی او له دې لارې د خپلې کورنۍ عاید برابروي. زموږ جنګ هم له دې قواعدو استثنا نه دی، د طالب او حکومت په دواړو اړخونو کې همدا معامله روانه ده. هلته هم د مشرانو له لوري يې جنګ د یوې ښې تجارتي وسیلې په غوندي کارېږي او د هغوی کاروبارونه او معاملې د سیمې د هېوادونو په کچه روانې دي او د حکومت لوری له هیچا پټ نه دی چې له هنده، تر پاکستانه، دوبۍ، اروپا او امریکا يې ملکیتونه ورسېدل.

نور بیا...

ايا ظلم د انساني هوس توليد نه دى؟

May 17, 2020 29

په قراني اياتونو او د علماوو په خبرو کې د انسان فضليت او مزموميت دواړه بيان شوي دي. په ټوله کې انسان د مخلوقاتو اشرف، باکرامته او پر تعقل ښکلى موجود ښودل شوى. انسان د ځمکې پر مخ [...]

ډیورنډ فرضي کرښه او زموږ روانه جګړه

May 16, 2020 29

د نړیوالو اړیکو او نړیوالو سیاستونو اړوند د واقعیت پالنې په مکتب کې د خپلې بقاء(Self-Survival)   یا له خپل ځان د دفاع(Self-Defense) تر سرلیک لاندې یوه نظریه موجوده، ده چې بنسټ اېښودونکی یې [...]

د تشدد او عدم تشدد مبارزاتو پرتله یيز تحليل

May 10, 2020 29

دواړه پديدې د عدم په کلمه له يوې بلې جلا شوي دي، ګنې يوه کړنه ده؛ مکاني او زماني ټولنيزو توپيرونو ته په پام سره ورته پايلې لري او د پېښېدو د حالاتو ترمنځ یې ډېر کم توپیر دى.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې