د چين يو بل نوی تولید
۱۲ عقرب ۱۳۹۸ 70 0 نظر سرخط

د چين يو بل نوی تولید

د چين يو بل نوی تولید

څه موده وړاندې به مو د جنوبي کوریا مشهورې کمپنۍ د غبرګېدونکي یا قاتېدونکي ځیرک موبایل په اړه ډېر خبرونه اورېدلي وي چې موبایل په دوو برخو کې قاتېده.

خو نن درته د ټي‌سي‌ايل په نوم د یوې چینايي کمپنۍ داسې ځیرک موبایل در پېژنو چې ښیښه یې درې ځایه قاتېږي.

د چینايي رسنیو د مالوماتو له مخې، دا ځیر موبایل په عادي حالت د نورو په څېر هم کار کوي، خو کله چې یې ښیښه له قاته خلاصه شي د ۱۰ انچو په اندازه ټابليټ ترې جوړېږي.

د دې ځیرک موبایل یوه برخه په منځ کې قاتېږي او دوې نورې برخې یې ترې پاس او لاندې غبرګېږي چې په همدې حالت کې ورته ټرای فولډ یا درې ځله قاتېدونکی موبایل هم ویل کېږي.

دې کمپنۍ د یوه ویډیو له لارې د دې موبایل د ريم، پروسيسر او کمرې په اړه ډېر مالومات نه‌دې ورکړي، خو په پام کې لري دا موبایل په راتلونکي کال کې بازار ته وړاندې کړي.

فېسبوک په خطري تارو کې لاس وهي

Nov 13, 2019 29

د خواله رسنیو تر ټولو مشهوره شبکه فېسبوک ښايي ځینو کسانو ته ډېر خوندي ځای ښکاره شي، خو دې شبکې ډېری وخت د ډېرو مهمو کسانو شخصي مالومات شریک کړي دي.

شياومي به را روانه مياشت په ټکنالوژي کې نخره وکړي

Nov 12, 2019 29

موبايل جوړې کمپنۍ شياومي غواړي دا ځل د ټکنالوژي بازار ته داسې موبايل را ولېږي چې لومړی خو يې کامرې پنځه او بيا ۱۰۸ ميګا فکسله وي. دا خبر چينايي رسنيو ورکړی.

د موټر ژر چارجېدونکې بېټرۍ

Nov 11, 2019 29

د برېښنايي موټرو یو لوی غم دا دی چې بېټرۍ یې په ډېر زیات وخت کې بیا چارجېږي او په کمه موده کې چارج خلاصوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې