کرېکټ؛ نولس کلنه لوبډله له هندوستان سره لوبېږي
۱۱ عقرب ۱۳۹۸ 59 0 نظر سرخط

کرېکټ؛ نولس کلنه لوبډله له هندوستان سره لوبېږي

کرېکټ؛ نولس کلنه لوبډله له هندوستان سره لوبېږي

له ۱۹ کلنو کم‌عمره افغان لوبډله به په نومبر مياشت کې د هندوستان د ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبغاړیو پر وړاندې پنځه يو ورځنۍ لوبې وکړي.

کرېکټ بورډ وايي، دا لوبې چې د افغانستان په کوربه‌توب د هندوستان په لکنو کې کېږي، د نومبر په ۲۲مه به پيل او د همدې مياشتې تر ۳۰مې به دوام وکړي.

په ورته وخت کې به افغان ملي لوبډله د روان زېږدیز کال د نومبر له شپږمې د ډسمبر تر لومړۍ نېټې په ایکانا لوبغالي کې د وېسټ‌انډیز پر وړاندې لوبې وکړي.

افغان ملي لوبډله له وېسټ‌انډیز سره د درې یو ورځنیو، درې شل اوریزو او یوې ټېسټ لوبې په موخه هندوستان ته رسېدلې او هلته یې خپل تمرینونه هم پیل کړي دي.

کرېکټ تر ۱۶ کلنو کم عمره ځوانانو سيالۍ پيل شوې

Nov 13, 2019 29

د کرېکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې د زونونو په کچه د شپاړس کلنو کم عمره ځوانانو سيالۍ پیل کړې چې د نومبر تر ۲۲مې نېټې پورې به دوام وکړي.

کرېکټ؛ افغان ايمرجېنګ لوبډله بنګله‌دېش ته ورسېده

Nov 12, 2019 29

افغان ايمرجېنګ لوبډله په اسيايي ايمرجېنګ جام سیالیو کې د ګډون په موخه د بنګله‌دېش پلازمېنې ډهاکې ته ورسېده.

کرېکټ؛ د دويمې درجې روزونکیو ته کورس پيل شو

Nov 06, 2019 29

د کرېکټ بورډ د لوبو د پرمختيايي څانګې له لوري د دويمې درجې روزونکیو يا لېول ټو ريفرېشر کوچنګ لنډ‌مهاله پيل شو چې د نومبر تر ۷مې نېټې پورې به دوام وکړي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې