نښه سمه ولئ؛  د فاعي ځواکونه دې په عملياتو کې د ولس خيال وساتي
۱۱ عقرب ۱۳۹۸ 121 0 نظر سرخط

نښه سمه ولئ؛ د فاعي ځواکونه دې په عملياتو کې د ولس خيال وساتي

نښه سمه ولئ؛

 د فاعي ځواکونه دې په عملياتو کې د ولس خيال وساتي

د بشري حقونو د څار نړیوال بنسټ په یوه تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان د ملي امنیت ځانګړیو قطعاتو چې د امریکا د مرکزي اطلاعاتو ادارې له لوري یې ملاتړ کېږي، د ترهګري پر وړاندې د خپلو عملیاتو او بریدونو پر مهال داسې تېروتنې کړي چې جنګي جنایتونه بلل کېږي.

د دغه بنسټ د راپور له مخې، دغه عملیات د ملي امنیت د ۰۱، ۰۲، ۰۳ او ۰۴ قطعاتو او دغه راز د خوست ساتونکیو ځواکونو له لوري شوي دي.

دغه راپور چې په غزني، هلمند، کابل، کندها، ننګرهار، پکتیا، روزګان، میدان وردګ او زابل ولایتونو کې د شپني عملیاتو په اړه د سیمې له ۳۹ اوسېدونکیو او دغه راز په افغانستان کې د بشري حقونو له فعالو ډلو سره چې یو شمېر شپني عملیات یې مستند کړي، تر مرکو وروسته جوړ شوی دی.

د بشري حقونو د څار بنسټ د راپور موندنې ښيي چې د ملي امنیت قطعاتو د ۲۰۱۷ کال له وروستیو د ۲۰۱۹ کال تر نیمايي پورې د عملیاتو پر مهال ۱۴ سختې تېروتنې چې د ملکیانو نښه کول هم پکې شامل دي، کړې دي.

په راپور کې لیکل شوي چې د استخباراتي کمزورتیا  او د محلي ـ سیاسي رقابتونو له کبله عام وګړي له دې پرته چې وپېژندل شي، د دغو ځواکونو له لوري په نښه شوي دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ په راپور کې ویل شوي چې د دغو ځواکونو شپنيو او هوايي عملیاتو په وروستیو دوو کلونو کې زیاتوالی موندلی دی.

د دغه بنسټ د موندنو له مخې، شپني بریدونه، د یو شمېر کسانو نیول او تري‌تم کول او دغه راز پر روغتیايي مرکزونو برید د دغو ځواکونو د عملیاتو یوه بله لاره ده.

خو د پېښو عیني شاهدان او د ځینو ولایتونو اوسېدونکي ادعا کوي چې د جنګي جرمونو کچه له هغه ډېره ده چې په دغه راپور کې یاده شوې ده.

د یوه قرباني د کورنۍ غړي دغه بنسټ ته ویلي، د دغو ځواکونو یې په چاودېدونکیو توکیو د کور ور ورمات او وروسته یې یو زوی ورته وواژه او بل یې له ځانه سره یووړ.

په راپور کې لیکل شوي، هغه کس چې امنیتي ځواکونه یې کور ته ورننوتلي، د طالبانو لپاره د خوراکي توکیو چمتو کولو مسوول و او که دا کار یې نه وای کړی، ځورول کېده.

د راپور لیکوال پاتریشیا ګروسمن چې د اسیا په برخه کې د بشري حقونو د څار بنسټ یو مدیر دی وايي، د ملي امنیت ځانګړي قطعات د باصلاحیته محکمې له حکم پرته پر خلکو ډزې کوي.

د بشري حقونو د څار بنسټ له امریکا او افغان حکومته غواړي چې ژر تر ژره دا ځواکونه منحل او وسلې ترې واخلي او دغه راز د دغو ځواکونو د بریدونو په اړه د شویو تورونو په اړه د خپلواکو څېړنو په برخه کې همکاري وکړي.

په همدې حال کې د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل که څه هم په دغه راپور کې د ځینو واقعیتونو انعکاس مني، خو وايي ډېرې تېروتنې هم لري او دوی به یې په تړاو څېړنې وکړي.

د هغه په وینا، افغان حکومت او امنیتي سکټور په ټول توان هڅه کوي چې د عملیاتو او نښتو پر مهال د عامو خلکو ژوند نه یوازې وا نه ‌خلي، بلکې د وسله‌والو ډلو له بریدونو نه یې وژغوري.

بل ‌خوا د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، حکومت اوس پر ځینو میکانیزمونو کار کوي چې په عملي کېدو سره به یې د افغان ځواکونو عملیات لا هم دقیق شي او ولسي خلکو ته به د مرګ‌ژوبلې اوښتو مخه هم ونیسي.

خو یو شمېر عام افغانان بیا ادعا کوي چې په هېواد کې د روانې پردۍ جګړې ډېره برخه قرباني د افغان ځواکونو او وسله‌والو تر څنګ، ولسي خلک ورکوي او د جګړې ښکېل لوري دې نور دا وضعیت پای ته ورسوي.

د دوی په وینا، که د جګړې هر لوری پر ولس زور واچوي او د خپلو موخو قرباني یې کړي، د عامو خلکو له کرکې سره به مخ شي.

د کابل یو اوسېدونکی حفیظ‌الله ندیم وايي، که څه هم افغان ځواکونه د هېواد او خلکو ساتونکي دي او په هېواد کې د کورنیو ترهګرو او بهرنیو استخباراتي ډلو پر وړاندې جګړه کوي، خو په وینا یې، د خپلو عملیاتو او بریدونو پر مهال باید له بشپړ دقته کار واخلي او ملکيانو ته ځاني او مالي زیانونه وا نه ړوي.

د ده په وینا، که افغان ځواکونه د خپلو عملیاتو او بریدونو پر مهال پام و نه کړي او د وسله‌والو ډلو په څېر ملکیان، عام ځایونه او ملي بنسټونه په نښه کړي، لرې نه ده چې د ولس او دولت تر منځ به شته واټن نور هم زیات او حکومت به کمزوری شي.

هغه له وسله‌والو ډلو هم غواړي چې ملکي وګړي او د هغوی شخصي ملکیتونه د سپر غوندې و نه کاروي او نه یې هم اړ کړي چې په زوره ورته د اوسېدو او خوراک اسانتیاوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت په ګډون، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارت ځانګړي او هوايي ځواکونه د جګړې په ډګر کې ښې لاسته‌راوړنې لري او د ملي دفاع وزارت د مالوماتو له مخې، په تېرو ۸ میاشتو کې یې ۱۳ ولسوالۍ له طالبانو نیولې او په جګړه کې یې ملا ور ماته کړې ده.

 

"سرې کرښې" ماتې شوې؛ افغان حکومت سولې ته درې طالبان ور خوشې کړل

Nov 13, 2019 29

د سولې لپاره اراده لرل، د تاوتریخوالي کموالی، انعطاف منل، مخامخ خبرو ته حاضرېدل، د بندیانو خوشې کول یا تبادله او ژمنتیا د جګړې د پای او د سولې تامین لپاره هغه موارد دي چې ورته [...]

د ولسمشري کړکېچنې ټاکنې؛ د دې پروسې اوږدېدو له ولسواکي د خلکو هيلې لنډوي

Nov 11, 2019 29

د ولسمشري ټاکنې باید د اساسي قانون له مخې د روان کال په پسرلي کې شوې وای، خو بېلابېلې ستونزې لامل شوې چې دا پروسه څو ځله وځنډېږي. له هماغه راهیسې چې د دغو ټاکنو د کېدو او نه کېدو [...]

امارت الصبیان؛ طالبانو جګړې ته ماشومان را مخ ته کړي

Nov 06, 2019 29

په جوزجان کې ځینو سرچینو سرخط ته ویلي چې طالبانو په شمالي ولایتونو، په تېره بیا جوزجان کې دې ډلې د ماشومانو جلب‌ او جذب ته زور ورکړی او د دغه ولایت د لسګونو کم‌عمره ماشومانو [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې