زمورکا څنګه شتمنه شوه؟
۱۷ میزان ۱۳۹۸ 165 0 نظر سرخط

زمورکا څنګه شتمنه شوه؟

زمورکا څنګه شتمنه شوه؟

د امریکا په لاس انجلس کې د سړک تر غاړې یوې مېرمنې چې سندرې به یې زمزمه کولې او له خلکو به یې په همدې طریقه خیرات راټولاوه، خو یوې لنډې ویډیو یې پر سر د نېکمرغې باز کېناوه.

د گھرايملي زمورکا په نوم دې مېرمنې چې د اورګاډي تم‌ځای تر څنګ به یې سندرې ویلي، څو ورځې وړاندې ترې یو پولیس ویډیو کړې وه، بیا یې پر ټولنیزو رسنیو خپره کړې وه چې ډېره زیاته لاس په لاس شوه.

پر ټولنیزو رسنیو د گھرايملي زمورکا دا ویډیو له ۹ سوه زرو ډېرو کسانو کتلې وه او خلکو ترې د نورو سندرو د زمزمه کېدو غوښتنه هم کړې وه همدا راز، مشهور امریکايي سندرغاړي جویل ډایمنډ هم له هغې غوښتنه کړې وه چې یوه سندره یې ثبت کړي.

د دې سندرې له ثبت کېدو وروسته د زمورکا لپاره د چندې راټولولو په موخه په یوه ويب‌پاڼه کې تبلیغات وشول چې تر دې مهاله ورته ۷۰ زره ډالره را ټول شوي دي.

رنویر سنګهـ ؛ ما ووژنه!

Dec 11, 2019 29

دیپیکا په خپل انسټاګرام پاڼه کې ۴۱ میلیونه فالورز لري

د يو لک ۲۰ زره ډالرو کېله

Dec 11, 2019 29

د میامي په یوه ګالري کې دغه کیله په یو لک او شل زره ډالره وپلورل شوه چې څه کم سل لکه افغانۍ کېږي. بله يې لا دا چې له دې وروسته یوه بله کېله هم په همدې بیه وپلورل شوه.

 دیپکا به په هاليووډ کې ولوبېږي؟

Dec 09, 2019 29

د بالیووډ مشهورې ستورې دیپکا پاډوکون په اړه له څو ورځو راهیسې دا خبره کېږي چې ګواکې هغې هالیووډ ته د تلو تابیا نيولې.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې