شپږیزه؛ د مس عینک اتلانو په بریا پیل وکړ
۱۷ میزان ۱۳۹۸ 35 0 نظر سرخط

شپږیزه؛ د مس عینک اتلانو په بریا پیل وکړ

شپږیزه؛ د مس عینک اتلانو په بریا پیل وکړ

د شپږیزې کرېکټ سیالیو په لړ کې د مس عينک اتلانو له لوري يمين احمدزي او محمدنبي د خپلې لوبډلې له منډو نه په ښه ډول دفاع وکړه او په ۳ منډو يې دا لیګ په بریا پیل کړ.

کرېکټ بورډ وايي، د لوبې په پيل کې پچه د مس عينک اتلانو لوبډلمشر محمدنبي وګټله او لومړی يې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.

د مس عينک اتلانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړیو په سوځېدو ۱۵۶ منډې وکړې چې له ډلې يې نورعلي ځدراڼ ۳۷، طارق ستانکزي ۲۵ او رحمان‌الله ګربز ۱۸ منډې وکړې.

د بُست ساتونکیو له لوري وقارالله اسحاق ۲، نصرت‌الله، ضياالرحمن، ګلبدين نايب او قیس احمد ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د ۱۵۷ منډو د هدف په تعقيب د بُست ساتونکیو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړیو په سوځېدو ۱۵۳ منډې وکړې او په ۳ منډو يې لوبه وبايلله.

د بُست ساتونکیو له لوري حشمت‌الله شهيدي ۴۰، برينډن ټېلر ۳۶ او خیبر عمر ۳۱ منډې وکړې، خو د مس عينک اتلانو له لوري ډېره ښه توپ‌وهنه وشوه چې يمين احمدزي ۴ او محمدنبي ۳ لوبغاړي وسوځول. همداراز نوين‌الحق او نوراحمد هم ۱-۱ ويکټه ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يمين احمدزي ته ورکړل شوه چې ۴ مهمې ويکټې يې واخیستې.

شپږیزه؛ د مس عينک اتلانو نیمه پای‌لوبې ته لار پیدا کړه

Oct 14, 2019 29

د شپږيزې کرېکټ ليګ په ۱۲مه لوبه کې د مس عينک اتلانو د کابل بازانو له لوري ورکړل شوی هدف په ډېرې اسانۍ سره پوره او په ۹ منډو يې په لوبه کې بريا خپله کړه چې له دې سره يې نیمه [...]

شپږیزه؛ امو نهنګانو کابل بازانو ته ماتې ورکړه

Oct 13, 2019 29

د شپږيزې په ۱۰مه لوبه کې د امو نهنګانو او کابل بازانو لوبډلو له لوري په زړه پورې لوبه وشوه چې ابراهيم ځدراڼ د لوبې په وروستي اور کې هېټريک وکړ او امو نهنګان يې بريا ته ورسول.

شپږیزه؛ بُست د امو نهنګانو ته ماتې ورکړه

Oct 12, 2019 29

د شپږيزې کرېکټ ليګ په ۸مه سيالي کې د عارف عظيم بُست ساتونکيو او د ډېلي فرېش امو نهنګانو لوبډلې په کابل لوبغالي کې مخامخ شوې چې د بُست ساتونکیو د امو نهنګانو لوبډلې ته په ۱۵ منډو [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې