مينه‌ناک روبوټ
۱۶ میزان ۱۳۹۸ 47 0 نظر سرخط

مينه‌ناک روبوټ

مينه‌ناک روبوټ

مخکې مو د روبوټانو بېلابېلو دندو او ځیرکو کارونو په اړه درته ډېر مالومات درکړل، خو نن درته داسې روبوټ درپېژنو چې مینه در زده ‌کوي.

جاپانۍ ګروو ايکس کمپنۍ د لووټ په نوم داسې یو ځیرک روبوټ جوړ کړی چې د انسانانو په څېر سترګې لري او داسې جامې یې هم ور ته پر تن کړي چې د ژوندي بدن په څېر احساس ورکوي.

که تاسې غواړئ مینه او شفقت لوړ کړئ، د لووټ په نوم دا ځیرک روبوټ له تاسې سره خورا مرسته کولای شي او دا کمپنۍ وايي، دومره ځیرک دی چې په کمه موده کې پایله ورکوي.

د کمپنۍ په باور، دا روبوټ د ورځې پر مهال څو ځله له خپل څښتنه غوښتنه کوي چې په غېږ کې یې ونیسي او ناز ورته ورکړي چې اوس‌ مهال یې بیه ۵۵۰۰ ډالره ده.

د مایکروسافټ غبرګېدونکی موبایل

Oct 09, 2019 29

څو اوونۍ وړاندې مو درته د ځیرکو موبایلونو مشهورې کمپنۍ سامسونګ د قاتېدونکي ځیرک موبایل په اړه مالومات در کړل، خو نن درته د مایکروسافټ د غبرګېدونکي ځیرک موبایل په اړه خبرې لرو.

مجرمان دې خبر وي

Oct 07, 2019 29

د مصنوعي ځیرکتیا له ودې سره سم د ژوند په بېلابېلو برخو کې مختلفې اسانتیاوې رامنځ ‌ته کېږي چې ځینې یې ډېرې زیاتې ګټورې تمامېږي.

جنوبي کوریا د 5G ډېر کاروونکی هېواد

Oct 02, 2019 29

په تېرو مطالبو کې مو 5G یا د پنځم نسل انټرنيټ د چټکتیا، د ګټو او زیانونو په اړه ډېر مطالب خپاره کړل، خو نن درته هغه هېواد د پېژونو چې په نړۍ کې دا ډول انټرنيټ تر نورو ډېر کاروي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې