د افغانستان بانک د شپږیزې سیالیو د مالي ملاتړ امتیاز خپل کړ
۱۶ میزان ۱۳۹۸ 46 0 نظر سرخط

د افغانستان بانک د شپږیزې سیالیو د مالي ملاتړ امتیاز خپل کړ

د افغانستان بانک د شپږیزې سیالیو د مالي ملاتړ امتیاز خپل کړ

د کرېکټ بورډ اجرایوي رییس لطف‌الله ستانکزي او د افغانستان بانک د دویم مرستیال قسیم رحیمي تر منځ د شپږیزې کرېکت لیګ سیالیو لپاره د مالي ملاتړ کوونکي هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

کرېکټ بورډ وايي، د دې هوکړې لاسلیک پر بنسټ به دواړه ادارې د افغانیو د ترویج لپاره په ګډه کار کوي، څو له دې لارې په ټول هېواد کې د ملي ارزښت په توګه پر افغانۍ راکړه ورکړه وشي او دغه ملي مسوولیت ته لومړیتوب ورکړل شي.

د شپږم پړاو شپږیزه لیګ د اکټوبر پر اوومه نېټه د بندامیر ښامارانو او کابل بازانو لوبډلو تر منځ د سهار په نهو بجو په کابل لوبغالي کې پیل شوه.

د شپږیزې کرېکټ لیګ سياليو د پرانېستې مراسم چې ټاکل شوې وه د یک‌شنبې په ماښام شپږ بجې ترسره شوې وای، خو د اورښت له امله وځنډول شول.

په شپږیزه لیګ کې ویل کېدل چې دا ځل به یوازې د افغانستان ملي او کورني لوبغاړي ولوبېږي، خو پرون د بُست ساتونکیو لوبډلې له لوري د زمبابوې تکړه توپ‌وهونکی برینډن ټایلر دعوت شوی او افغانستان ته رارسېدلی دی.

د شپږیزې کرېکټ لیګ لومړۍ پړاو په ۲۰۱۳ کال کې د پنځو لوبډلو تر منځ ترسره شوی و چې د سپین‌غر زمریانو په اتلولۍ پای ته رسېدلی و.

شپږیزه؛ د مس عينک اتلانو نیمه پای‌لوبې ته لار پیدا کړه

Oct 14, 2019 29

د شپږيزې کرېکټ ليګ په ۱۲مه لوبه کې د مس عينک اتلانو د کابل بازانو له لوري ورکړل شوی هدف په ډېرې اسانۍ سره پوره او په ۹ منډو يې په لوبه کې بريا خپله کړه چې له دې سره يې نیمه [...]

شپږیزه؛ امو نهنګانو کابل بازانو ته ماتې ورکړه

Oct 13, 2019 29

د شپږيزې په ۱۰مه لوبه کې د امو نهنګانو او کابل بازانو لوبډلو له لوري په زړه پورې لوبه وشوه چې ابراهيم ځدراڼ د لوبې په وروستي اور کې هېټريک وکړ او امو نهنګان يې بريا ته ورسول.

شپږیزه؛ بُست د امو نهنګانو ته ماتې ورکړه

Oct 12, 2019 29

د شپږيزې کرېکټ ليګ په ۸مه سيالي کې د عارف عظيم بُست ساتونکيو او د ډېلي فرېش امو نهنګانو لوبډلې په کابل لوبغالي کې مخامخ شوې چې د بُست ساتونکیو د امو نهنګانو لوبډلې ته په ۱۵ منډو [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې