مجرمان دې خبر وي
۱۵ میزان ۱۳۹۸ 44 0 نظر سرخط

مجرمان دې خبر وي

مجرمان دې خبر وي

د مصنوعي ځیرکتیا له ودې سره سم د ژوند په بېلابېلو برخو کې مختلفې اسانتیاوې رامنځ ‌ته کېږي چې ځینې یې ډېرې زیاتې ګټورې تمامېږي.

په چین کې د ميلکس په نوم یوې کمپنۍ داسې اله جوړه کړې چې په مرسته یې د لاس له رګونو انسان پېژندل کېږي او د هر ډول تېروتنې مخه پکې نیول شوې ده.

د چینايي رسنیو د مالوماتو له مخې، د اییرویو په نوم دا اله د انسان په لاس کې ټول کوچني او غټ رګونه سکين کوي او له همدې لارې یې پېژندنه کوي.

د دې الې یوه ځانګړنه دا ده چې د سکین پر مهال دومره وخت ته اړتیا نه‌ لري، یوازې د یوې ثانیې په درېیمه برخه کې مطلوب کس در پېژني.

تر دې وړاندې د لاس ګوتو په وسیله به یو کس پېژندل کېده چې په هغه سيسټم کې یوه تېروتنې هم را منځ‌ ته کېدای، خو دا نوې اله ډېره زیاته ځیرکه ده.

د مایکروسافټ غبرګېدونکی موبایل

Oct 09, 2019 29

څو اوونۍ وړاندې مو درته د ځیرکو موبایلونو مشهورې کمپنۍ سامسونګ د قاتېدونکي ځیرک موبایل په اړه مالومات در کړل، خو نن درته د مایکروسافټ د غبرګېدونکي ځیرک موبایل په اړه خبرې لرو.

مينه‌ناک روبوټ

Oct 08, 2019 29

مخکې مو د روبوټانو بېلابېلو دندو او ځیرکو کارونو په اړه درته ډېر مالومات درکړل، خو نن درته داسې روبوټ درپېژنو چې مینه در زده ‌کوي.

جنوبي کوریا د 5G ډېر کاروونکی هېواد

Oct 02, 2019 29

په تېرو مطالبو کې مو 5G یا د پنځم نسل انټرنيټ د چټکتیا، د ګټو او زیانونو په اړه ډېر مطالب خپاره کړل، خو نن درته هغه هېواد د پېژونو چې په نړۍ کې دا ډول انټرنيټ تر نورو ډېر کاروي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې