په دولتي محکمو کې د نکاح راجسټرول
۱۵ میزان ۱۳۹۸ 153 0 نظر سرخط

په دولتي محکمو کې د نکاح راجسټرول

 

په دولتي محکمو کې د نکاح راجسټرول

زبیر افغان  

زموږ په ټولنه کې د نکاح مروجه بڼه که له یوه لوري ځينې نقصانونه لري؛ نو بل خوا د ټولنې په خیر هم نه ده تمامه شوې. په دې نکاح کې کله د دواړو خواو، کله د یوې خوا حقوق تر پښو لاندې کېږي. داسې نکاح هم شوې ده چې مېړه او ښځه دواړه واړه وي، مور او پلار يې نکاح ور کړې ده او کله چې هغوی را لوی شي؛ نو یو بل يې نه وي خوښ، یا یوه د خپل ژوند ملګری نه وي خوښ، خو بل لوری يې بیا بېلولو ته تیار نه وي.

داسې پېښې شوې دي چې له نجلۍ هيڅ پوښتنه نه ده شوې او د خپل پلار یا ولي له لوري ورکول شوې ده. داسې هم کېږي چې له نارینه هم نظر نه غوښتل کېږي، مور یا د کور نورې مېرمنې يې یوه نجلۍ خوښه کړي، نور هلک یا نجلۍ ته وخت نه ور کول کېږي چې سره وویني او د خپل ایینده ژوند لپاره خبرې سره وکړي او که سره خوښ يې شول توافق وکړي او که نه نو هر یو خپله لار ونیسي.

 نه داسې نه کېږي، بلکې هر یو دومره خبر وي چې کوژده يې ده، نور د خپل ژوند د ملګري په اړه یو فېصد مالومات هم نه لري. دلته که یو لور ته په لومړي سر کې د یوه یا دوو انسانانو حقوق خوړل کېږي؛ نو بل لور ته ځينې وختونه د مېړه او ماینې مزاجونه نه سره جوړېږي، یو د بل په طبیعت نه پوهېږي؛ نو د کور دننه د دوی تر ژونده خشونت دوام کوي چې نه یوازې د دوی دوو ژوند يې تریخ کړی وي، بلکې اولادونه، نور کورنیان او حتا همسایه‌ګان لا ترې په زحمت وي.

 دا هر څه له دې امله چې موږ په نکاح کې لومړۍ ورځ ځينو مهمو ټکيو ته پام نه کوو او بیا هغه خپل جوړ کلتور پښې را بندې کړي او په خپل لاس د جوړ شوي زندان بندیوان شو.

 

نور باید دا قبایلي رواجونه بدل کړو، د نکاح مراسم یوازې د یوه ملا په خوله د څو الفاظو له ویلو را پيل او خلاص نه کړو، بلکې د حکومت په محکمه کې د قاضي مخ ته مېړه او ماینه د اقرار تر څنګ پر ټاکلو شرایطو لاسلیکونه هم سره وکړي چې د نه تعمیل په صورت کې دواړه حق لري چې شکایت وکړي او که بیا هم معضله حل نه شوه؛ نو قضا دې د جلاوالي پرېکړه وکړي چې نه مېړه ته نور زحمت جوړ شي او نه ښځې ته. دا هر څه به له لومړي سره په نکاح نامه کې لیکلی وي، نکاح نامه باید د دولت له لوري رسمي ورقه وي چې شرایط يې ټول له شریعت او قانون سره سم لیکلي وي.

 له دې شرایطو سره نکاح نه وي، تړلې بلکې دا د ګډ ژوند اصول دي، که پر ځای نه شول ګډ ژوند ورسره ختمېږي چې نه يې باید وخت ټاکل شوی وي لکه د موقتې نکاح او نه د نکاح د صحت لپاره شرط وي چې فاسده نکاح ترې جوړه نه کړي. په محکمو کې د نکاح د تړل کېدا او فسخې دواړه ثبوتونه په احادیثو کې راغلي دي. دلته مو دوو حدیثو ته پام غواړم؛

«عَنْ سَهْلِ بْنِ سَعْدٍ، أَنَّ امْرَأَةً جَاءَتْ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَتْ: يَا رَسُولَ اللَّهِ جِئْتُ لِأَهَبَ لَكَ نَفْسِي، فَنَظَرَ إِلَيْهَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَصَعَّدَ النَّظَرَ إِلَيْهَا وَصَوَّبَهُ، ثُمَّ طَأْطَأَ رَأْسَهُ، فَلَمَّا رَأَتِ المَرْأَةُ أَنَّهُ لَمْ يَقْضِ فِيهَا شَيْئًا جَلَسَتْ، فَقَامَ رَجُلٌ مِنْ أَصْحَابِهِ، فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنْ لَمْ يَكُنْ لَكَ بِهَا حَاجَةٌ فَزَوِّجْنِيهَا.»

ژباړه؛ سهل بن سعد روایت کړی چې یوه مېرمن رسول الله ته راغله، وې ویل؛ د الله رسوله! زه ځان تاته هبه کوم. رسول الله هغې ته لوړ او کته وکتل بیا يې سر ټیټ کړ، مېرمنې چې ولیدل ده هیڅ پرېکړه و نه کړه؛ نو کېناسته. له اصحابو يې یو کس ولاړ شو، وې ویل؛ ای د الله رسوله! که ستا ورته اړتیا نه وي، ماته يې په نکاح راکړه.

د حدیث په اخیر کي دي؛ «اذْهَبْ فَقَدْ مَلَّكْتُكَهَا بِمَا مَعَكَ مِنَ القُرْآنِ.» ور ځه، ما دا تاته د هغه قران په مقابل «مهر» کې په نکاح درکړه.»

 

په دې روايت کې موږ ولیدل چې رسول الله د وخت امیر، سیاسي، نظامي، ټولنیز او د قضا مشر دی، له دې هر څه سره يې یوه صحابي ته په خپل مجلس کې نکاح ور وکړه. له دې حدیثه موږ د اوس وخت لپاره دا استفاده کولای شو چې د راتلونکي شرونو د دفعې لپاره نکاح په محکمه کې وتړو، شاهدان هم موجود وي، قاضي هم وي، شرایط يې مالوم شي او د ایینده شر مخه ونیوله شي.

یو بل حدیث کې دي؛

«عن ابْنِ عَبَّاسٍ، أَنَّ امْرَأَةَ ثَابِتِ بْنِ قَيْسٍ أَتَتِ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَتْ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، ثَابِتُ بْنُ قَيْسٍ، مَا أَعْتِبُ عَلَيْهِ فِي خُلُقٍ وَلاَ دِينٍ، وَلَكِنِّي أَكْرَهُ الكُفْرَ فِي الإِسْلاَمِ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَتَرُدِّينَ عَلَيْهِ حَدِيقَتَهُ؟» قَالَتْ: نَعَمْ، قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ» «اقْبَلِ الحَدِيقَةَ وَطَلِّقْهَا تَطْلِيقَةً»

ژباړه؛ ابن عباس روایت کړی دی چې د ثابت بن قیس مېرمن رسول الله ته راغله، ويې ویل؛ ای د الله رسوله! زه پر ثابت بن قیس د هغه د اخلاقو یا دین له امله نیوکه نه لرم، مګر په اسلام کې له ناشکري وېره لرم؛ نو رسول الله ورته وویل؛ ایا هغه باغچه يې بېرته ور کوې؟ دې ویل؛ هو، رسول الله وویل؛ باغچه ترې قبوله کړه او دې ته طلاق ور کړه.»

په دې حدیث کې روښانه شوه چې یوه مېرمن له خپل مېړه په شکایت راغله، کله چې رسول الله پوه شو هغه وخت نه‌شې ورسره تېرولای؛ نو د خلعې صورت يې ښځې ته وړاندې کړ، هغې ومانه او مېړه ته يې امر وکړ چې ښځې ته طلاق ور کړي.

که نکاح په محکمه کې وشي څو ګټې به ولري؛ یو، مېړه او ماینه به مخامخ سره وویني، دوه، یو د بل تر لیدو وروسته يې رضایت هم مالوم شي. درې، که فرضاً یو لوری مجبور شوی وي دې نکاح ته؛ نو د قاضي او شاهدانو په مخکې کولای شي خپل مشکل بیان کړي او له ایینده ستونزې ځان وساتي. څلور، قاضي به مېړه اوماینې ته لیکلي شرایط واوري وي، د دوی تر څنګ به يې شاهدان او د کورنۍ غړي هم خبر شي، که ایینده د هر لوري له خوا مشکل ایجاد شو مخکي له مخکې به يې د اواري لپاره حللارې په ګوته شوې وي او هر یو به خپل وجایب پېژني چې د کورني تاوتریخوالي په کمولو کې مهم رول لري. پنځه، په محکمه کې د نکاح راجسټر کول به د ښځو د تېښتې مخه هم ونیسي، د جبري ودونو ګراف به هم ورسره کم شي، مېرمنو ته به حقونه هم ور کړل شي، مېړونه به د خپلو مېرمنو حق ته متوجې کړي او تر دې ټولو وروسته به کورنۍ کې زورزیاتی کم شي چې مستقیم پر ټولنه او نوي نسل مثبت اغېز کوي.

دا یو ډېر مهم تړون دی، دوه انسانان، دوې کورنۍ او حتا دوې قبیلې یو له بل سره پيوند کېږي. له دې امله دې په سپکه نه ورته کتل کېږي چې د هر کول او پټي پر سر يې سره وتړي. که لومړی مېرمن او مېړه ته اجازه ور کړل شي چې سره وپېژني، وویني، خپل شرایط یو بل ته بیان کړي او په لنډو وختونو کې ځينې صفات د یوه بل درک کړي، دا به تر هغه نکاح ډېره ښه وي چې په پټو سترګو وشي.

 دا کار شرعاً حرام نه دی بلکې سنت دی. رسول الله هغې ښځې ته کته پورته وکتل، هغه بل صحابی هم ولیده او هغه مېرمن په جومات کې د اصحابو پر وړاندي ناسته وه. موږ د دې پر ځای چې د غیرت او ناموس ساتنې په نوم مېرمنې په پوښونو کې پټې کړو، حقونه يې ترې واخلو، نور له دې قبایل او پخواني کلتوره څه تر لاسه کړي دي؟ مېرمنې پرئږدئ چې د خپل ژوند مسیر په خپله وټاکي، الله ورکړی حق دی او اخلاقیات او قانون يې ایجابوي.

که موږ په خپله ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې همدې روان جبر او ستم ته دوام ورکړو؛ نو د نورو مشکلاتو تر څنګ بد اخلاقي او د مېرمنو تېښته به ورځ تر بلې ورسره زیاتېږي چې د شریعت او قانون دواړو له مخې ناوړه کارونه دي.

په دې اړه باید هغه مېرمنې ډېر کار وکړي چې د نکاح د ثبت په ګټو پوهېږي. ښځې تر نارینه مېرنو ته زیات لاس رسی لري او ښه کولای شي چې هغوی پوه کړي. مېرمنو ته قناعت ور کول او د خپل حق په اړه يې پوه کول ممکن په کلیوالو سیمو کې يو څه ګرانه خبره وي، خو که ښځې دا کار وکړي؛ نو تر نارینه ژر کولای شي چې مېرمنې په دې کار قانع کړي. نارینه به د نارینه‌وو په خوا کې خپل کار ته دوام ور کړي او نارینه ته به قناعت ور کړي چې نکاح د مسجد یا یوې کوټې پر ځای محکمه کې وتړي.

مدني ټولنې، علماء، روشنفکران، لیکوال، شاعران، اړوندې دولتي ادارې او نړيوالېموسسې هم باید تر خپله وسه د بشر د ساتنې او حق ور کونې په دې انساني پروسه کې برخه واخلی او زموږ د ملت تر نیمايي زیاته برخه چې لا په تیارو کې ژوند کوي را وباسي، د حق اخیستنې لارې چارې لا ورته نه دي مالومې او هغه مرجع يې نه ده موندلې چې د حقونو د تلف په وخت کې ورته رجوع وکړي، دغه بنسټونه باید را وړاندې شي او دا هر څه د خپلې بشري خواخوږي او انساني مسوولیت له مخې په ښه ډول مخ ته یو سي.

 

د جهاد د اعلان په هکله د فقهاوو نظرونه

Dec 11, 2019 29

 زبیر افغان شریعت هغو اعمالو ته چې په کولو يې خلک امر کړي دي خپل چوکاټونه ټاکلي، مثلاً؛ لمونځ یو فردي عمل دی،

واسطه کول مو کادرونه وژني

Dec 10, 2019 29

  طاهر صاحب زاده په هېواد کې د تحصیلي بنسټونو د ایجاد یوازېنۍ موخه د ټولنې د اړتیاوو په نظر کې نیولو سره د علم په ګاڼه سمبال، پوهو او اکاډمیکو کسانو روزل دي چې د پوهنې وزارت او [...]

ناكامورا، د سړیتوب د دین استازی

Dec 09, 2019 29

جاپانی ډاکټر اروښاد له تېرو څو ورځو راهيسې د هر افغان په اهونو کې دی، خو ایا موږ د هغه د کردار او کړنو پر ټولو اړخونو فکر کړی دی؟ ایا هغه یوازې د پروژو ماهر منېجر او یو امانتدار [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې