په پروان کې د طالبانو برید ۲۴ کسان شهیدان کړل
۲۶ سنبله ۱۳۹۸ 498 0 نظر sarkhat.af

په پروان کې د طالبانو برید ۲۴ کسان شهیدان کړل

په پروان ولایت کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند محمداشرف غني کمپایني غونډې ته نږدې د طالبانو ځانمرګي ۲۴ کسان شهیدان کړي او ۳۲ نور ټپیان دي.

د پروان سیمه‌ییز چارواکي وايي، دا چاودنه د نن سه‌شنبه ۱۱ بجې او ۴۰ دقیقې د چاریکار په جنګل‌باغ سیمه کې د ولسمشر غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټاکنیز ټیم کمپایني غونډې ته څېرمه رامنځته شوې ده.

په ورته مهال د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، یو ځانمرګی چې پر موټرسایکل سپور و، د چاریکارو د لومړۍ حوزې اړوند د پولیسو په نظام قراول کې چاودنه کړې ده.

چارواکي وايي، ولسمشر غني هم د چاودنې پر مهال په غونډه کې حضور درلود، خو د کورنیو چارو وزارت وايي، په یاد برید کې د ولسمشر غني په مشرۍ د دولت ساز ټیم غړیو ته زیان نه‌دی رسېدلی.

بله‌خوا د پروان د روغتیا ریيس ډاکټر قاسم سنګین زیاتوي، د چاودنې په قربانیانو کې ښځې هم شاملې دي چې د زیاتو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

وسله‌والو طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې د برید پر مهال یې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

 

 

نن به زر تنه طالب زندانيان خوشې شي

May 26, 2020 29

د افغانستان حکومت پرېکړه کړې چې ده چې همدا نن د هېواد له بېلابېلو زندانانو څخه زر تنه طالب بنديان خوشې کړي.

د طالب قوماندان جوړ کړي ماين د هغه درسته کورنۍ ووژله

May 26, 2020 29

نن په فارياب ولايت کې د يوه طالب قوماندان په کور کې د هغه جوړ شوی ماين چاودلی چې له امله يې د ده د کورنۍ پنځه غړي ځای پر ځای مړه شوي دي.

ارګ او سپېدار د اوربند په اړه د طالبانو اعلان وستايه

May 23, 2020 29

وروسته له هغه چې طالب اورپکو په يوه اعلاميه کې خپلو جګړه‌مارو ته امر وکړ چې د کوچني اختر په دريو ورځو کې دي پر چا ډزې نه کوي، ارګ او سپېدار ماڼۍ يې دغه اقدام په زړه پورې بللی.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې