په هلمند کې له ۲۰ ورځو راهیسې څه باندې ۶۵ طالبان وژل شوي
۲۶ سنبله ۱۳۹۸ 482 0 نظر sarkhat.af

په هلمند کې له ۲۰ ورځو راهیسې څه باندې ۶۵ طالبان وژل شوي

کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو شلو ورځو کې د هلمند ولایت په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۶۵ وسله‌وال طالبان وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

له کورنیو چارو وزارت نه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، دا عملیات د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري د هلمند ولایت په نهرسراج، نادعلي، ناوې او سنګین ولسوالیو کې شوي دي.

امنیتي او دفاعي ځواکونو په یادو ولسوالیو کې ګڼ شمېر سیمې له وسله‌والو طالبانو پاکې کړي او همداراز د طالبانو یو شمېر پټنځایونه یې هم له منځه وړي دي.

په دغو عملیاتو کې د طالبانو د یوه کلیدي قومندان "بلال" په ګډون، څلور وسله‌وال طالبان ژوندي نیول شوي، ۶۶ وژل شوي او ۳۶ نور ټپيان دي.

که څه هم وسله‌والو طالبانو په‌دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي، خو د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، په یادو عملیاتو کې د وسله‌والو طالبانو څه باندې ۲۲۵۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي شنډ شوي دي.

 

 

د پکتيکا د بکې‌خېل قوماندان په جګړه کې شهيد شوی

Jun 11, 2020 29

تېره شپه د پکتيکا په بکې‌خېل ولسوالي کې طالب اورپکو د پوليسو پر پوستو بريدونه کړي چې وروسته د واړو غاړو تر منځ خونړۍ نښته شوې ده.

د بلخ د شورتپې ولسوال په چاودنه کې شهيد شوی

Jun 09, 2020 29

نن د بلخ ولايت د شورتپې د ولسوال پر موټر چاودنه شوې چې له امله يې دی او د ده پنځه ساتونکي شهيدان شوي دي.

‫داخله وزارت ۳۸ بدخويه پوليس نيولي

Jun 08, 2020 29

کورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې يې اته دېرش تنه هغه پوليس نيولي دي چې له خپلو دندو يې ناوړه ګټه اخيسته.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې