د غلو غوږونه دې کاڼه وي

د غلو غوږونه دې کاڼه وي
۱۷ سنبله ۱۳۹۸ 91 0 نظر سرخط

د غلو غوږونه دې کاڼه وي

د نړۍ په هيڅ برخه کې به داسې ځای پیدا نه‌شي چې هلته غلا نه ‌وي شوې او تاسې به د سمندري، غرونو او دښتو د غلو په اړه ډېرې کیسې اورېدیلې وي، خو اوس په تشیال یا خلا کې هم حضرت انسان غلا ته مخه کړه او تاریخ یې جوړ کړ.

ویل کېږي د امریکا فضايي څېړنو ادارې یا ناسا د تاریخ لومړی داسې جرم څېړي چې له تشیاله یو انسان د غلا په تور نیول شوی دی.

د دې غلا کیسه داسې ده چې یوې ستورمزلې مېرمنې په تشیال کې د خپل بل ملګري بانکي حساب په اړه مالومات حاصل کړي او غوښتل یې پیسې ترې غلا کړي او دا په تاریخ کې لومړی جرم دی چې انسان یې له ځمکې د باندې کوي.

ستورمزلې این میک لین په خپل کار اعتراف کړی او زیاته کړې یې ده چې له خپل خاوند سمر وورډنه یې طلاق اخیستی؛ نو ځکه یې د هغه بانکي حساب هيک کړی دی.

د برېټانوي رسنیو د مالوماتو له مخې، این میک لین او سمر وورډن تر منځ طلاق شوی دی، خو وورډن اوس یوې محکمې ته شکایت کړی او په همدې اړه یې خپله دوسیه ثبت کړی چې د هغې د غلا په اړه څېړنه وکړي.

د نړۍ چټک موټر

Sep 17, 2019 29

له سرخطه به مو د چټکې بې‌پیلوټه الوتکې، موټرسایکل او نورو وسایطو په اړه ډېر اورېدلي وي، خو نن درته داسې موټر درپېژنو چې د نړۍ تر ټولو چټک هغه بلل شوی دی.

تودوخه بېټرۍ هم چارجوي

Sep 16, 2019 29

په نړۍ کې اوس‌ مهال له یو اربه ډېر خلک د برېښنا له نعمته بې‌‌برخې دي، خو د برېښنا غم خوړولو لپاره انجینیران په دې لټه کې دي چې نوې تجربې او لارې چار ولټوي.

ښځو ته يو بل زېری

Sep 15, 2019 29

د ځیرکو موبایلونو نړیواله مشهوره کپمنۍ اپل د خپل نوي ځیرک موبایل تر څنګ نوې لاسي ګړۍ هم بازار ته راباستلې چې مخکېنیو په پرتله ډېره ځیرکه بلل کېږي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې