کرېکټ؛ له نولس کلنو ټیټ عمره لوبډلې اماراتو ته ماتې ورکړه

کرېکټ؛ له نولس کلنو ټیټ عمره لوبډلې اماراتو ته ماتې ورکړه
۱۱ سنبله ۱۳۹۸ 89 0 نظر سرخط

کرېکټ؛ له نولس کلنو ټیټ عمره لوبډلې اماراتو ته ماتې ورکړه

له ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبغاړیو د اسیا جام لپاره د تمریناتو په درشل کې د متحده عربي اماراتو له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې په وړاندې تمریناتي لوبه وکړه چې د درېوو ویکټو په توپیر یې ماتې ورکړه.

کرېکټ بورډ وايي، په پیل کې د اماراتو لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه چې په ۵۰ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړیو په سوځېدو سره ۲۰۸ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې د ۲۰۹ منډو هدف وټاکه.

سرچینه زیاتوي، د افغان توپ‌اچوونکیو له لوري نوراحمد څلور، عبدالرحمن دوه، عابد تڼيوال، جمشید او ننګیالي بیا د اماراتو یو-یو لوبغاړی وسوځاوه.

په ځواب کې له ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډلې یاد هدف په ۴۵ اورو کې د اوو لوبغاړیو په سوځېدو سره بشپړ او سیال لوري ته یې د درېوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې د افغان توپ‌وهونکیو له لوري فرهان زاخېل ۳۵، رحمن‌الله ځدراڼ او محمد اسحاق هر یوه ۳۴، شفیق‌الله غفاري ۲۶، اصف ۲۳ او عبدالله ۲۱ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې بریا ور په برخه کړه.

کرېکټ؛ هلمند، زابل او غزني، پکتیکا ته ماتې ورکړې

Sep 17, 2019 29

د اوو ولایتونو ترمنځ د سولې په نوم د کرېکټ په پیل شویو سیالیو کې غزني د پکتیکا او هلمند د زابل لوبډلې ته ماتې ورکړه.

کرېکټ؛ بوست زون سپين‌غر ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړه

Sep 16, 2019 29

د زونونو تر منځ د غازي امان‌الله خان لېسټ ای سياليو په لړ کې د بوست او سپين‌غر تر منځ لوبه وشوه چې بوست لوبډلې د ۵ ويکټو په توپير له سپين‌غر لوبډلې نه وګټله.

کرېکټ؛ امو زون لوبډلې په ١٥ منډو بريا خپله کړه

Sep 15, 2019 29

د غازي امان الله خان جام يو ورځنيو سياليو په لړ کې د امو زون او مس عينک زون لوبډلو تر منځ د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې لوبه ترسره شوه چې امو زون په ١٥ منډو بريا خپله [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې