سلمان خان بیا چا ته ګوتمۍ ډالۍ کړې
۱۵ اسد ۱۳۹۸ 444 0 نظر سرخط

سلمان خان بیا چا ته ګوتمۍ ډالۍ کړې

سلمان خان بیا چا ته ګوتمۍ ډالۍ کړې

د باولیووډ سلطان خپلې نوې ملګرې ته د ګوتمۍ ډالۍ په ورکولو سره یو ځل بیا د خبرونو سرټکی شوی دی او د دې تر څنګ د هغه ۲۵ کلنه پخوانۍ پېښه یو ځل بیا را تازه شوه.

له ننه ۲۵ کله مخکې په ۱۹۹۴ مېلادي کال کې د هندي سېنما وتلي ستوري سلمان خان او د دې سېنما پخوانۍ مشهورې ستورې سنګیتا بجلاني د واده پرېکړه دې حد ته رسېدلې وه چې کارتونه یې هم چاپ شول.

د دې جوړې په واده د سلمان خان پلار سلیم خان او د هغه مور هم په دې واده ډېر زیات خوښ وو او واده د بلنې لپاره کارتونه هم چاپ شوي وو، خو په دې مهال کې یو ځل سنګیتا بجلاني پر سلما خان د بې‌وفا تور پورې کړ او له هغه سره یې د واده انکار وکړ.

بجلاني سلمان‌ خان په دې تورن کړ چې پاکستانۍ نژادې بالیووډ اداکارې سومي علي سره د مینې اړیکې لري، په همدې اړه یې ورته د بې‌وفا خطاب وکړ او وروسته مالومه هم شوه چې د بجلاني تور رښتیا و.

سنګیتا بجلاني هغه وخت وویل، له سلمان ‌خان سره واده کول څه چې په وینا یې په ملګرتیا کولو هم نه ارزي او له دې پېښې وروسته سلمان خان له هيڅ نجلۍ سره د مینې تار نه و غځولی.

خو اوس به وخت مالومه کړي چې سلمان خان له خپلې نوې ملګرې لولیا وانتر سره د هغه د واده ډول غږول کېږي او که نه‌.

رنویر سنګهـ ؛ ما ووژنه!

Dec 11, 2019 29

دیپیکا په خپل انسټاګرام پاڼه کې ۴۱ میلیونه فالورز لري

د يو لک ۲۰ زره ډالرو کېله

Dec 11, 2019 29

د میامي په یوه ګالري کې دغه کیله په یو لک او شل زره ډالره وپلورل شوه چې څه کم سل لکه افغانۍ کېږي. بله يې لا دا چې له دې وروسته یوه بله کېله هم په همدې بیه وپلورل شوه.

 دیپکا به په هاليووډ کې ولوبېږي؟

Dec 09, 2019 29

د بالیووډ مشهورې ستورې دیپکا پاډوکون په اړه له څو ورځو راهیسې دا خبره کېږي چې ګواکې هغې هالیووډ ته د تلو تابیا نيولې.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې