ورک برخليک؛ د سولې په تمه ځان له ټاکنو ايستل په کار دي؟
۱۵ اسد ۱۳۹۸ 216 0 نظر sarkhat.af

ورک برخليک؛ د سولې په تمه ځان له ټاکنو ايستل په کار دي؟

که څه هم له تېرو شاوخوا نهو میاشتو راهیسې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شوې او اوس یې اتم پړاو خبرې هم په دوحه کې روانې دي، خو لا هم دواړې خواوې یوې وروستۍ هوکړې ته نه ‌دې رسېدلي.

د راپورونو له مخې، ښايي د امریکا او طالبانو استازي په دغه پړاو کې د افغان سولې په اړه خپلې وروستۍ هوکړې ته سره ورسېږي او له هغه وروسته بین‌ الافغاني خبرې اترې پیل شي، خو اوس چې د سولې له پروسې سره هم‌مهاله د ولسمشري ټاکنو سېزن هم را رسېدلی او یو شمېر نوماندانو له تېرو ۹ ورځو راهیسې رسماً ټاکنیزې سیالۍ پیل کړې، دغو دواړو مهمو او ملي پروسو افغانانو سره وېشلي دي. ځینې پر سولې ټینګار کوي او وايي، تر هغې چې د افغان سولې پروسه نه وي بریالۍ شوې، باید ټاکنې و نه‌شي، خو ځینې نور بیا پر دې باور دي چې په هېواد کې د یوه نوي مشروع حکومت جوړېدو لپاره باید ټاکنې پر خپل وخت شي.

د افغانستان د «خلاصون‌ لار» شورا رییس سید اکبر اغا چې پخوانی طالب چارواکی دی او اوس د دې شورا مشري کوي، پرون په یوه خبرې غونډه کې وویل، ښايي د امریکا او طالب استازیو او بیا د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې ژر پای ته و نه رسېږي، خو دا پروسه باید له ټاکنو مخکې بریالۍ او بیا ور پسې د ولسمشري لپاره ټاکنې وشي.

خو د سیاسي چارو شنونکي بیا باور لري چې ټاکنې یوه ملي او ولسواکه پروسه ده او د ولسمشري ټاکنې باید د ټاکنو خپلواک کمېسیون له مها‌لوېش سره سم پر خپل وخت وشي.

د دوی په وینا، د افغان سولې خبرې اترې چې له تېرو نهو میاشتو راهیسې لا هم وروستۍ شوې نه ‌دي او نه یې هم په خپلو کې کوم هوکړه‌لیک سره لاسلیک کړی او له دې وروسته به بیا بین‌ الافغاني خبرې اترې پیلېږي؛ نو داسې ښکاري چې دا پروسه ډېر وخت ته اړتیا لري او په ‌کار ده چې په دقت یې کار وشي.

د سیاسي چارو شنونکی محمدالله تړون وايي، افغانان په کمه موده کې یوې تلپاتې سولې ته نه‌شې رسېدلای؛ نو اوس چې د ولسمشري ټاکنو ته له دوو میاشتو کمه موده پاتې، په‌ کار ده چې د سولې خبرو اترو تر څنګ، د ولسمشري ټاکنې وشي او ورسره‌ هم‌مهاله د افغان سولې لپاره هم چټک کار وشي.

تړون زیاتوي، سره له دې چې سوله د افغانانو تر ټولو مهمه غوښتنه او اړتیا ده، خو ټاکنې هم یوه ملي او ولسواکه پروسه ده چې په کېدو سره یې له یوې خوا یو مشروع حکومت جوړېږي او بله ‌خوا کېدای شي په هېواد کې د روان سیاسي، امنیت او ان ټولنیز وضعیت په کابو کولو کې مرسته وکړي؛ نو باید د ولسمشري ټاکنې چې اوس یې لپاره عملي منډې ترړې روانې دي، پر خپل وخت وشي او د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو تر منځ له هوکړې وروسته دې ژر تر ژره بین ‌الافغاني خبرې هم پیل شي.

که څه هم افغانان د سولې تږي دي او ډېره برخه یې ښايي له ټاکنو سولې ته لومړیتوب ورکړي، خو باور دا دی چې له یوې خوا د سولې خبرو اترو پروسه اوږده ده او بل خوا د دې پروسې په پای ته رسېدو کېدای شي تېرو تجربو ته په پام په هېواد کې روانه جګړه پای و نه مومي او ان د ګاونډیو هېوادونو په لارښوونه او اشاره افغانستان له یوه بل کړکېچ سره مخ شي چې کابو کول به یې بیا ستونزمن کار وي.

که ټاکنې نه کېږي، د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راشي، سیاستوال هم همداسې په خپلو کې سره نښتي وي او بل اړخ تلپاتې سوله هم را نه‌شي، هاغه مهال به بیا هېواد په یو وخت کې له څو سختو مسایلو سره مخ شي او بیا به یې مدیریت کول ستونزمن شي؛ نو ښه دا ده چې ټاکنې پر خپل وخت وشي او ورسره هم‌مهاله د سولې لپاره هم جدي کار وشي، څو افغانان له روانې اوږدې او خونړۍ جګړې چې هره ورځ د افغانانو ژوند اخلي، خلاص شي.

 

د سولې تبليغات؛ امريکا او طالبان يو د بل پر ورخونو اوبه ور سموي

Dec 14, 2019 29

امریکا د ليندۍ میاشتې په شپاړلسمه یو ځل بیا له طالبانو سره د سولې درېدلي مذاکرات د قطر په پلازمېنې دوحه کې پیل او له شپږو ورځو مخامخ خبرو اترو وروسته وړمه ورځ پای ته ورسېدل.

کابل ته بل ناورين؛ د دې ښار انسانانو ته به هوا ساه ور بنده کړي

Dec 09, 2019 29

سره له دې چې هر کال د ژمي په را رسېدو او د هوا په سړېدو د کابل ښار هوا سخته ککړېږي چې له امله یې ګڼ‌ هېوادوال پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي او ډېر یې خپل ژوند هم له لاسه ورکوي، خو [...]

ټکر نوماندان؛ افغانان د ټاکنو پایلې، ناکامان لنډمهالی حکومت غواړي

Dec 07, 2019 29

له دوو میاشتو ډېره موده ووته چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشري ټاکنې کړې دي، خو لا یې هم لومړنۍ پایله نه ‌ده اعلان کړې.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې