په هلمند كې د طالبانو پر پټنځايونو بريدونه شوي
۱۴ اسد ۱۳۹۸ 405 0 نظر sarkhat.af

په هلمند كې د طالبانو پر پټنځايونو بريدونه شوي

په هلمند كې د ۲۱۵ ميوند قول‌اردو وايي، د افغان ځواكونو په هوايي بريدونو كې ۸ وسله‌والو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

له یادې قول‌اردو نه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې زیاته شوې، دا هوايي بريدونه په نهر سراج ولسوالي كې د طالبانو پر پټنځايونو شوي دي.

د سرچينې په وينا، په هوايي بريدونو كې شپږ طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

په خبرپاڼه كې ويل شوي، د ترسره شویو هوايي بريدونو په ترڅ كې د طالبانو يو شمېر وسلې او څو موټرسايكلونه هم له منځه وړل شوي دي.

خو وسله‌والو طالبانو تر دې مهاله په دې تړاو خپل نظر نه‌دى څرګند كړى.

 

 

په پروان کې د طالبانو برید ۲۴ کسان شهیدان کړل

Sep 17, 2019 29

په پروان ولایت کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند محمداشرف غني کمپایني غونډې ته نږدې د طالبانو ځانمرګي ۲۴ کسان شهیدان کړي او ۳۲ نور ټپیان دي.

په هلمند کې له ۲۰ ورځو راهیسې څه باندې ۶۵ طالبان وژل شوي

Sep 17, 2019 29

کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو شلو ورځو کې د هلمند ولایت په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۶۵ وسله‌وال طالبان وژلي او ګڼ [...]

ټرمپ: پر طالبانو یې تر بل هر وخته ځپوونکي بریدونه پیل کړي

Sep 15, 2019 29

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، وسله‌وال طالبان دا مهال تر بل هر وخته ډېر تر سختو بریدونو لاندې نیول شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې