
په فاریاب کې ۳۶ طالبان وژل شوي
کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالي کې ترهګریز بریدونه کړي چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لهخوا پر شا تمبول شوي دي.
له یاد وزارت نه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، د امنیتي، دفاعي او هوايي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د څو ډلمشرانو په ګډون ۳۶ کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
سرچینه زیاتوي، د دې نښتې په لړ کې دوه امنیتي ځواکونه شهیدان شوي او درې نور ټپیان دي، خو ملکي خلکو ته پهکې زیان نهدی اوښتی.
خو وسلهوالو طالبانو پهدې اړه له رسنیو سره مالومات نهدي شریک کړي.
0 نظرونه