چلېنج کپ؛ کندهار له خوست نه په ٢٧ منډو وګټله
۱۴ اسد ۱۳۹۸ 153 0 نظر سرخط

چلېنج کپ؛ کندهار له خوست نه په ٢٧ منډو وګټله

چلېنج کپ؛ کندهار له خوست نه په ٢٧ منډو وګټله

د چلېنج کپ لومړۍ درجه (ګرېډ ون) يو ورځنيو ولايتي سياليو اې ګروپ د کندهار او خوست لوبډلو ترمنځ د خوست په لوبغالي کې لوبه وشوه چې کندهار لوبډلې په‌کې په ٢٧ منډو بريا خپله کړه.

د لوبې په پيل کې پچه د خوست لوبډلې وګټله او د کندهار لوبډلې ته يې لومړى د توپ‌وهنې بلنه ورکړه.

کندهار لوبډلې په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړیو په سوځېدو ٢٤٥ منډې وکړې چې له ډلې يې منيراحمد ٦٩، نصيب‌الله شېردلي ٦٦ او بقيب‌الله ٢٣ منډې وکړې.

د خوست له‌خوا باخترالله اتل ٣، نسيم منګل او خليل ګربز ٢-٢ او نعمت‌الله هم ١ لوبغاړى وسوځاوه.

د ٢٤٦ منډو د هدف په تعقيب کې د خوست لوبډلې ټول لوبغاړي په ٤٧.٥ اورونو کې وسوځېدل او ٢١٨ منډې يې وکړې چې له کندهار لوبډلې نه يې ماته وخوړه. د خوست له‌خوا اېمل ١٣٨ او نعمت خوشحال ٣٥ منډې وکړې.

همداراز د کندهار له‌خوا وقارالله اسحاق ٥، دستګير خان ٢، احمدخان او بقيب‌الله ١-١ لوبغاړى وسوځاوه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه وقارالله اسحاق ترلاسه کړه.

د کرېکټ بورډ درې غړي په لندن کې پنا غواړي

Dec 11, 2019 29

د کرېکټ بورډ درې کارکوونکي له اجازې پرته غير رسمي لندن ته تللي او هلته یې د پناه اخیستو غوښتنه کړې.

د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سياليو ١٨مه لوبه وشوه

Dec 07, 2019 29

د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو ۱۸مه سیالي د بندامير او سپين‌غر زونونو د لوبډلو ترمنځ د ننګرهار په غازي امان‌الله خان لوبغالي کې وشوه چې د ۴ ویکټو په توپیر د سپین‌غر په [...]

کرېکټ؛ افغان لوبډله له وېسټ‌انډيز سره ټېسټ سیالۍ کوي

Nov 27, 2019 29

افغان کرېکټ ملي لوبډلې د وېسټ‌انډيز خلاف له شل اوریزو او یو ورځنېو سیالیو وروسته د کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې د وېسټ‌انډیز پر وړاندې له درې ورځنۍ تمریناتي لوبې وروسته د یادې [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې