د نړۍ بډايه ماشومه
۹ اسد ۱۳۹۸ 500 0 نظر سرخط

د نړۍ بډايه ماشومه

د نړۍ بډايه ماشومه

د انټرنيټ په راتګ د انلاین د پیسو کاروبار ډېر زیات شوی دی، خو دا چاره د هر چا د وس خبره نه ‌ده، ځکه په دې نړۍ کې ځان مشهورول او پیسې ګټل یو ځانګړی چل او هنر غواړي.

خو په جنوبي کوریا کې یوې شپږ کلنې نجلۍ پر ټولنیزې رسنۍ یوټیوب خپلې ویډیوګانې شریکې کړي او له همدې لارې یې دومره ځان مشهور کړی چې یوټیوب ورته اوس په لکونو ډالر ورکوي.

هغه پر خپل یوټیوب چینل د خپلې ساعتېرې ویډیواګانې شریکوي چې اوس‌ مهال یې د چینل مینه‌وال درې کروړو ته رسېدلي او په همدې پیسو يې څه موده مخکې د اتیا لکه ډالرو په ارزښت ملکیت هم وپېره.

دا نجلۍ پر یوټیوب د جامو، د ساعتېرې د سامان او نورو بېلابېلو برخو په اړه مالومات ورکوي او د دې وسایلو کمپنیو تر څنګ ورته یوټیوب هم پیسې ورکوي. 

را روانه يکشنبه به قيامت وي؟ د مايا تمدن جنتري يو ځل بيا لانجمن بحثونه تاوده کړي

Jun 16, 2020 29

سره له دې چې له يوې خوا نړۍ له کرونا، ملخانو، زلزلو او نورو طبيعي افتونو سره پنجې نرموي، د مايا په نامه د لرغوني تمدن جنتري يو ځل بيا د بحثونو محور شوې چې وايي د سږ کال د جون يو [...]

د پاکستان پوليسو خره د قمار وهلو په تور نيولي

Jun 09, 2020 29

د پاکستان د پنجاب ايالت په رحيم‌يار خان ولسوالي کې پوليسو د خرو د ځغاستې پر يوه مسابقه چاپه وهلې او څو خره يې د قمار وهلو په تور نيولي دي.

هنديانو د کرونا عبادت پيل کړ

Jun 08, 2020 29

په داسې حال کې چې تقريبا پر درسته نړۍ کرونا وايرس خوله لګولې او د ټولې نړۍ طبيبان د دغه وايرس پر ضد پر درملو جوړولو اخته دي، هنديانو د کرونا وايرس عبادت پيل کړ.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې