ټکنالوژي مو خوبونه رښتيا کوي
۹ اسد ۱۳۹۸ 296 0 نظر سرخط

ټکنالوژي مو خوبونه رښتيا کوي

ټکنالوژي مو خوبونه رښتيا کوي

زموږ نیکونو چې سل کاله وړاندې خوبونه لیدلې وو هغه نن په رښتیا کېدو دي، خو د ټکنالوژي په پرمختګ سره دا هر څه په ډېرې چټکي سره مخ ته روان دي.

موږ هيڅ باور نه لاره چې د ټکنالوژي په پرمختګ سره به دومره وړاندې لاړ شو او د ژوند ډېرې ستونزمنې چارې به له دې لارې حل کړو او ځینې یې داسې چارې دي چې زموږ له ژوند سره نېغ په نېغه تړاو لري.

د ټکنالوژي ماهران په دې لټه کې دي چې د درې څنډيز یا 3D پرنټر په وسېله خواړه چمتو کړي او دوی په دې اند دي چې دا ډول خواړه چمتو کول نه یوازې روغتیا ته ګټه رسوي، بلکې د انسان د بدن ولګه، وېټامینونه او نورې اړتیاوې هم مالومولای شي.

اوس‌ مهال ډېر خلک له موټر چلونې تر پوزې راغلي، خو د ټکنالوژي متحصصان په دې لټه کې دي چې موټر هم د ګوګل په مرسته وچلېږي او په دې برخه کې یوه بریالۍ تجربه په ۲۰۱۵مېلادي کال کې هم شوې وه، خو ګوګل اوس غواړي دا چاره عامه کړي.

همدا راز، ساینس‌پوهان د داسې سينسر د جوړولو هڅه کوي چې په مرسته یې د بدن د روغتیا په اړه ټول مالومات لکه د خوراک، وزن، طبېعت او نورو تبدیليو پیدا کول ښه مالوم کړي او نور ډاکټر ته د ورتګ اړتیا پیدا نه‌شي.

همدا راز، د مرمۍ په چټکتیا د اورګاډي جوړول او د روبوټانو په وسېله په ژوند کې د مهمو کارونو مخ ته وړل هغه څه دي چې په راتلونکې یوه لسیزه کې ساینس‌پوهانو او د ټکنالوژي ماهرانو په نظر کې نیولي دي.

فېسبوک دې ړنګ شي

Dec 14, 2019 29

د وټس‌اپ مسینجر بنسټګر وايي فېسبوک بايد د ټولو پر مخ وتړل شي. د وټس‌اپ مشر براین اکټان د فېسبوک په اړه خپل پخوانی لیدلوری تکراروي او وايي چې دغه ټولنيزه شبکه دې ړنګه شي.

د ون‌پلس مينه‌وال دې خبر وي

Dec 11, 2019 29

ون‌پلس پخوا ګرانه موبایلونه تولیدول، خو دا دی له کلونو وروسته غواړي مينه‌والو ته ون‌پلس ۸ لایټ موبايلونه جوړ کړي.

فېسبوکيانو ته زېری

Dec 09, 2019 29

 فېسبوک د  «Facebook View Ponit» په نوم یو نوی څېړنيز اپليکېشن وړاندې کړی چې کاروونکيو ته به يې نغدې پيسې ورکوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې