
مېوې
مېوې
سلامونه يارانو!
تاسې مېوې خورئ؟ که مېوې خورئ؛ نو لومړۍ لاسونه او بیا مېوه مينځئ، مالټې، مڼې، کېلې، انګور، زردالو او... نورې مېوې خوړل تاسې روغ ساتي او د هغه تر څنګ مو ښايسته کوي هم؛ نو هېر مو نهشي، په بازار کې د پاپړو پر ځای تازه مېوې واخلئ چې له ناروغې مو وساتي، نن غواړو په دې هکله لاندې شعر ولولو؛
***
مېوو کې ډېرې ګټې دي
له ډېرو څخه پټې دي
لاسونه مې مينځمه
مڼه مې سپينومه
کېلې او که پيستې دي
نرمې او خوږې دي
خوند کړي شفتالو، مڼې
سرې سرې د انار دانې
زه چې ښايسته يمه
هره ورځ تازه يمه
خورمه د وطن مېوې
پاکې او تازه مالټې
0 نظرونه