نوې بېړۍ
۸ اسد ۱۳۹۸ 217 0 نظر سرخط

نوې بېړۍ

 نوې بېړۍ

تشیال یا خلا ته بېلابېل ډولونه سپوږمکۍ استول شوې، خو تازه استول شوې سپوږمکۍ بېخي بل ډول بڼه لري او د لمر د رڼا په وسېله په فضا کې سفر کوي.

دا سپوږمکۍ چې د سپيس ايکس فالکن راکټ په وسېله تشیال ته استول شوې، د امریکا فضايي څېړنو ادارې یا ناسا ورته د لایټ سيل۲ نوم ورکړی دی.

د نړیوالو رسنیو د مالوماتو له مخې، د دې سپوږمکۍ د بادبان پنډوالی یوازې څلور مایکرومټره دی چې د انسان له وېښتو هم ډېر باریک دی.

په ۲۰۱۵ مېلادي کال کې د دا ډول سپوږمکۍ لومړۍ تخته هم تشیال ته استول شوې وه، خو نوې استول شوې سپوږمکۍ له ځمکۍ یو څه لرې واټن لري او تر یوه کال پورې به په مدار کې موجود وي.

انټرنيټ به ټولې نړۍ ته ورسېږي

Nov 16, 2019 29

په امریکا کې د سپيس ايکس په نوم کمپنۍ د سټار لينک په لړۍ کې دا ځل فضا ته ۶۰ سپوږمکۍ استولې چې په مرسته به یې د نړۍ ډېرو برخو ته د انټرنېټ اسانتیا برابره شي.

درې ورځې وروسته په اسمان کې يوه ننداره ده

Nov 10, 2019 29

را روانه مېلادي میاشت به د ستورو یوه بله زړه‌ راښکوونکې ننداره څرګنده شي چې په دې کې به عطارد سیاره «مرکزي» د لمر له مخه تېره شي او دې ته د «عطارد تېرېدل» هم وايي.

تر ټولو کوچينی بلک‌هول

Nov 06, 2019 29

څو میاشتې مخکې به مو د تور غار د انځور په اړه اورېدلي وي چې ساینس‌پوهانو په لومړي ځل اخیستی و، خو دوی دا ځل بل ښه خبر هم لري.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې