
له کمالونو ډک روبوټ
له کمالونو ډک روبوټ
له سرخطه مو د بېلابېلو ځیرکو روبوټانو په اړه ډېرې کیسې واورېدلې چې ځینو هوا کوله، ځینو په ښوونځي کې تدریس او ځینو نورو پخلی، خو دا ځل درته داسې روبوټ در پېژنو چې د نړۍ ټولو کوچنی بلل شوی، خو له کمالونو ډک دی.
په جورجیا کې ماهرانو داسې روبوټ جوړ کړی چې د غاښونو د برس سر په اندازه یې غټوالی دی او د غږ یا لوډسپېکر په وسېله هر لورې ته حرکت کوي.
د دې روبوټ جسامت یوازې دوه ملي مټره دی او په پښو کې یې د یو ډول ځیرکې برېښنايې الې لګول شوې چې په مرسته یې په ډېر مهارت سره حرکت کوي او په یوه ثانیه کې څلور ګينا مزل طی کوي.
په دې روبوټ کې د ټيپيپي په نوم نوې ټکنالوژي کارول شوې چې د کوچنیو پښو په وسېله هر لورې ته د غږ په مرسته حرکت کوي.
0 نظرونه