ځانمرګي به نور له لرې پېژندل کېږي

ځانمرګي به نور له لرې پېژندل کېږي
۱ اسد ۱۳۹۸ 101 0 نظر سرخط

ځانمرګي به نور له لرې پېژندل کېږي

د امریکا په ویرجینیا کې د جیټ سن په نوم یو کس داسې لېزر  جوړ کړی چې له ۲۰۰ مټرو پورې یو کس د زړه د زبان له کبله پېژندلی شي.

امریکايي رسنیو د سن په حواله زیاته کړې، دا لېزر به یې د ترهګرو او ځانمرګيو په پېژندنه کې ښه مرسته وکړي او مخکې له مخکې به یې پر وړاندې اقدامات وشي.

د رسنیو د مالوماتو له مخې که یو کس هر ډول پنډې جامې پر تن کړي، دا لېزر یې د زړه زربان له مخې مالومولای شي.

که څه هم تر دې وړاندې له لرې د څېرې مالومولو په اړه د نوې ټکنالوژي په مرسته داسې الې جوړې شوې وې، خو دا لومړی ځل دی چې د زړه زربان له مخې د یوه کس پېژندنه پرې کېږي.

اوس‌ مهال د جیټ سن لاس جوړه شوې اله د یوه کس په پېژنده کې شاوخوا ۳۰ ثانیې وخت نیسي، خو د ټکنالوژي برخې متخصصان هڅه کوي دا وخت پنځه ثانیو ته را کته کړي.

په اسمان کې لار

Aug 07, 2019 29

تاسې به له سرخط ورځپاڼې د نورو سیارو او اسمان‌لاره یا مېلکي وې په اړه ډېر مالومات اورېدلي وي، خو نن درته داسې انځور در ښايو چې د اسمان‌لار اصلي نقشه په ګوته کوي.

بشپړ ښیښه‌يي موبایل

Aug 05, 2019 29

د ځیرکو موبایلونو مشهورې نړیوالې کمپنۍ په خپل منځ کې سیالې کوي چې یو بل پسې داسې تولید بازار ته وړاندې کړي چې د ټولو توجه ځان ته جلب کړي.

ټکنالوژي مو خوبونه رښتيا کوي

Jul 31, 2019 29

زموږ نیکونو چې سل کاله وړاندې خوبونه لیدلې وو هغه نن په رښتیا کېدو دي، خو د ټکنالوژي په پرمختګ سره دا هر څه په ډېرې چټکي سره مخ ته روان دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې