سیف علي خان، بختور دی
۳۱ سرطان ۱۳۹۸ 327 0 نظر سرخط

سیف علي خان، بختور دی

سیف علي خان، بختور دی 

د هندي سېنما وتلی اداکار سدهارتهـ ملهوترا وايي، د بالیووډ مشهور فلمي لوبغاړي سیف علي خان نېمکرغې په دې کې ده چې کرینه کپور په څېر مېرمن لري.

د بالیووډ دا مشهور ممثل چې له پرینیتي چوپړا سره یې یو ځای د «جبریا جوړي» په نوم فلم په اړه په تبلیغات بوخت دی، په یوه خپرونه کې د سیف غلي خان او کرینه کپور په اړه څرګندونې کړې دي.

سدهارتهـ ملهوترا وايي، د سیف علي خان ډېر مینه‌وال دی، ځکه له هغه یې ډېر څه زده‌ کړي دي او زیاتوي، سیف علي خان ډېر خوش قسمته دی چې په خپل ژوند کې کرینه کپور په څېر د ژوند ملګرې لري.

یاده دې وي چې د بالیووډ وتلیو ممثلانو سیف علي خان او کرینه کپور د ۲۰۱۲ مېلادي کال اکټوبر میاشتې په ۱۲مه نېټه واده وکړ او اوس تېمور علي خان په نوم یو ماشوم لري.

کرینه کپور وايي، کله چې یې د ۲۰۱۶م کال په ډېسمبر میاشت کې ماشوم پیدا شو، غوښتل یې خپل زوی په فیض ونوموي، خو خاوند یې سیف علي خان وویل، خپل زوی ته به تیمور نوم کېږدي، ځکه هغه د ترکیې یو حاکم مشر و.

رنویر سنګهـ ؛ ما ووژنه!

Dec 11, 2019 29

دیپیکا په خپل انسټاګرام پاڼه کې ۴۱ میلیونه فالورز لري

د يو لک ۲۰ زره ډالرو کېله

Dec 11, 2019 29

د میامي په یوه ګالري کې دغه کیله په یو لک او شل زره ډالره وپلورل شوه چې څه کم سل لکه افغانۍ کېږي. بله يې لا دا چې له دې وروسته یوه بله کېله هم په همدې بیه وپلورل شوه.

 دیپکا به په هاليووډ کې ولوبېږي؟

Dec 09, 2019 29

د بالیووډ مشهورې ستورې دیپکا پاډوکون په اړه له څو ورځو راهیسې دا خبره کېږي چې ګواکې هغې هالیووډ ته د تلو تابیا نيولې.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې