داسې مرګ به مو نه وي لیدلی؟
۱۸ سرطان ۱۳۹۸ 256 0 نظر سرخط

داسې مرګ به مو نه وي لیدلی؟

داسې مرګ به مو نه وي لیدلی؟

په هندوستان کې د ډاکټرانو له لورې شل کلن ځوان چې مړ ګڼل شوی و، د تدفین په وروستیو شېبو کې بېرته را پورته شوی دی.

د رسنیو د مالوماتو له مخې، د هندوستان په لکهنو ښار کې د محمد فرقان په نوم یو ځوان چې د طبېعت خرابېدو له کبله روغتون ته له لېږدول وروسته ډاکټرانو مړ بللی و او د مړي د وصول په بدل کې یې له کورنۍ اووه لکه روپۍ هم اخيستې وې.

کله چې د محمد فرقان کورنۍ د هغه له مرګه خبره شوې وه، د تدفین لپاره یې ورته لازم ترتیبات هم نیولي وو، خو کله چې یې د مشر ورور ناببره پام شو، محمد فرقان له تذکرې را پورته شو او ټول خلک یې حیران کړل.

د فرقان کورنۍ وايي، کله چې فرقان روغ شو بېرته یې روغتون ته یووړ او د ډاکټرانو په وینا د پر له‌پسې ناروغیو له کبله د لاس نبض او د زړه ټکانونه ډېر کمزوری کېږي چې محسوسول یې هم ستونزمن کېږي.

کتریه؛ بهارت ښه تجربه وه

Oct 16, 2019 29

د هندي سېنما وتلې فلمې ستورې کترینه کیف او د سلمان خان وروستی ګډ فلم به مو حتماً ليدلی وي چې په نړۍ کې د ډېرو کسانو خوښ شو.

ډېویډ ايسټ يوه کار ميليونر کړ

Oct 16, 2019 29

په اسټرالیا کې د پولیس په قتل تورن کس ډېويډ ایسټ عمري بندي و، خو له ۱۹ کاله بند وروسته له زندانه ازاد شو او اوس ميلیونر دی.

له بدمعاشي تر اتلوالي

Oct 15, 2019 29

په فلمونو کې د بدمعاش په پرتله د فلمونو هر کتوونکي په ډېرې مینې سره د فلم ستوری خوښوي، ځکه ستوری اصلي رول ادا کوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې