هرتهیک روشن چلباز هم دی
۱۷ سرطان ۱۳۹۸ 265 0 نظر سرخط

هرتهیک روشن چلباز هم دی

هرتهیک روشن چلباز هم دی

د هندي سېنما وتلي اداکار هرتهیک روشن چې په وروستیو کې یې مینه‌وال په زیاتېدو دي، پر خلاف یې قضیه ثبت شوې چې پکې د تېر ايستلو او دوهکې ادعا شوې ده.

تر دې وړاندې هرتهیک روشن د کنګنا رناوت په معامله کې د خبرونو سرخط شو، بیا وروسته د سنینا روشن خور پرې د وعده خلافې تور پورې کړ، خو اوس د ششي کانت په نوم یو کس پرې د تېر اېستنې تور لګولی دی.

هندي رسنیو د تلنګانه ایالت ککت پالي سیمې اوسېدونکي ششي کانت په حواله زیاته کړې، تېر کال یې د کلټ فټ هېلتهـ په نوم د بدن جوړونکې یو مرکز کې داخله وکړه، د یو کال لپاره یې باید ۱۷ زره ۴۹۰ هندي کلدارې ورکړې وايي د دې پیسو ژمنه ورسره هرتهیک روشن کړې وه، خو په وینا یې تر اوسه یې ورته نه‌ دې ورکړي.

نوموړی وايي، له ډېرې مودې هرتهیک روشن ته په تمه وو چې دا پیسې به پرې کړي، خو هغه په خپله ژمنه کې پاتې راغی او بالاخره مجبور شو چې په یوه سیمه‌ییز محکمه کې د هغه پر خلاف د تېراېستلو یا دوهکې ورکونې دوسیه ثبت کړي.

کتریه؛ بهارت ښه تجربه وه

Oct 16, 2019 29

د هندي سېنما وتلې فلمې ستورې کترینه کیف او د سلمان خان وروستی ګډ فلم به مو حتماً ليدلی وي چې په نړۍ کې د ډېرو کسانو خوښ شو.

ډېویډ ايسټ يوه کار ميليونر کړ

Oct 16, 2019 29

په اسټرالیا کې د پولیس په قتل تورن کس ډېويډ ایسټ عمري بندي و، خو له ۱۹ کاله بند وروسته له زندانه ازاد شو او اوس ميلیونر دی.

له بدمعاشي تر اتلوالي

Oct 15, 2019 29

په فلمونو کې د بدمعاش په پرتله د فلمونو هر کتوونکي په ډېرې مینې سره د فلم ستوری خوښوي، ځکه ستوری اصلي رول ادا کوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې