نور به مو فلمونه وژني

نور به مو فلمونه وژني
۱۷ سرطان ۱۳۹۸ 118 0 نظر سرخط

نور به مو فلمونه وژني

تاسې به خپل ډېر ملګري/ملګرې لېدلې وي چې له وحشتناکو فلمونو ډېر زیات ډارېږي او یا ښايي تاسې هم دا ډول فلمونه یوازې و نه‌شئ کتلای.

خو د ټایلينډ په بنګ‌کاک کې یو برېټانوي کس د رخصتیو په ورځو کې د وحشتناکو فلمونو د ليدنې له کبله مړ شوی دی.

اووه اویا کلن برنارډ د «انيبل کمز هوم» په نوم د یوه وحشتناک فلم د ليدلو لپاره سېنما ته تللی و، د فلم تر ختمېدو وروسته چې کله خلک له سېنما را ووتل چې ګوري د برنارډ ساه ختلې ده.

د سېنما مسوولان وايي، د فلم پر مهال دوی ویډیو او انځورونه هم اخيستي دي، خو هيچا ته مالومه نه‌ شوه چې برنارډ څه وخت مړ شوی و، خو د فلم د پای پر مهال هغه یوې ښځې وليد چې له څوکۍ لاندې را پرېوت او مړ شو.

د شاهد کپور فلم پنځه ريکارډونه جوړ کړل

Jul 17, 2019 29

څو اوونۍ وړاندې به مو د بالیووډ سېنما وتلي اداکار سلمان‌ خان د تازه راوتلي فلم «بهارت» د ریکارډونو په اړه اورېدلي وي چې په نړیوال کچه یې څومره پیسې وګټلې او د څومره خلکو د پام [...]

هالينډيان له مچيو سره هم مينه لري

Jul 17, 2019 29

زموږ په هېواد کې شاوخوا څلور لسیزې جګړې نه یوازې د افغانانو پر ژوند ناوړه اغېزه کړې ده، بلکې د ځنګل، اوبو او هوا پر حیواناتو یې هم نېغ په نېغه تاثیر اچولی دی.

د بالیووډ خانان خاني غواړي

Jul 16, 2019 29

د بالیووډ سېنما وتلي خانان سلمان، عامر او شارخ خان تېر کال دومره خوندور ثابت نه‌ شول، ځکه د دوی فلمونو له تمې خلاف کمې پیسې وګټلې.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې