په درې ولایتونو کې څه باندې شل طالبان وژل شوي
۱۵ سرطان ۱۳۹۸ 152 0 نظر سرخط

په درې ولایتونو کې څه باندې شل طالبان وژل شوي

کورنیو چارو وزارت وايي، د شنبې په شپه یې په هرات کې د طالبانو د مشهور قومندان ملا غوث‌الدین په ګډون یې نهه طالبان وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.

یاد وزارت زیاتوي، طالبانو د دغه ولایت د کرخ ولسوالي په مالومه سیمه کې پر امنیتي پوستو برید کړی و چې د امنیتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخامخ شول.

په ورته وخت کې د کندهار ولایت په خاکرېز ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې چې په ترڅ کې یې شپږ طالبان وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.

یاد وزارت په یوه جلا خبرپاڼه کې زیاتوي، د غور ولایت د دولتیار ولسوالي په اړوند سیمو کې امنیتي ځواکونو شپږ طالبان وژلي او یوشمېر نور یې ټپیان کړي دي.

 

 

په پروان کې د طالبانو برید ۲۴ کسان شهیدان کړل

Sep 17, 2019 29

په پروان ولایت کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند محمداشرف غني کمپایني غونډې ته نږدې د طالبانو ځانمرګي ۲۴ کسان شهیدان کړي او ۳۲ نور ټپیان دي.

په هلمند کې له ۲۰ ورځو راهیسې څه باندې ۶۵ طالبان وژل شوي

Sep 17, 2019 29

کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو شلو ورځو کې د هلمند ولایت په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۶۵ وسله‌وال طالبان وژلي او ګڼ [...]

ټرمپ: پر طالبانو یې تر بل هر وخته ځپوونکي بریدونه پیل کړي

Sep 15, 2019 29

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، وسله‌وال طالبان دا مهال تر بل هر وخته ډېر تر سختو بریدونو لاندې نیول شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې