په هرات کې د برښنايي پېژندپاڼو څانګه پرانېستل کېږي
۱۵ سرطان ۱۳۹۸ 202 0 نظر سرخط

په هرات کې د برښنايي پېژندپاڼو څانګه پرانېستل کېږي

د احصایې او مالوماتو ملي اداره وايي، ټاکل شوې د یک‌شنبې په ورځ (چنګاښ ۱۶مه) په هرات ولایت کې د برښنايي پېژندپاڼو څانګه پرانېستل شي.

د دې ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس مسعودالله علیشنګي سرخط ته وویل، د برښنايي پېژندپاڼو د وېش څانګو پرانېستلو د مخکنيو فعاليتونو په لړ کې دا ځل غواړي په هرات ولایت کې هم د ځانګړیو مراسمو په ترڅ کې خپله ولایتي څانګه پرانېزي.

د هغه په خبره، د دې څانګې په پرانېستلو سره د هرات او ورسره د ګاونډیو ولایتونو اوسېدونکي کولای شي دې څانګې ته په ورتلو سره برښنايي پېژندپاڼې واخلي.

د نوموړي په خبره، اوس‌ په کابل کې د برښنايي پېژندپاڼو څلور مرکزونه فعالیت کوي چې له پیله تر دې دمه یې څه باندې ۱۸۵۳۰۰ برښنايي پېژندپاڼې وېشلي، خو دا لومړی ځل دی چې د ولایت په کچه د دغو پېژندپاڼو مرکز پرانېستل کېږي.

تر دې وړاندې د برښنايي پېژندپاڼو د وېش موضوع په تېرو څو کلونو کې د ولسي جرګې او حکومت تر منځ تر ټولو جنجالي موضوع وه، خو د ملي شورا ګډې کمېتې د وګړیو د ثبت او احوالو د قانون په تړاو د ولسمشر د تقنیني قرمان په تايید سره ورته د وېش لار هواره شوه.

 

 

ولسمشر د سعودي عربستان له جګپوړو چارواکو سره لیدلي

Aug 25, 2019 29

د سعودي عربستان رسنۍ وايي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د عمرې د ادا کولو ترڅنګ د دغه هېواد له چارواکو سره وکتل.

د دارالامان ماڼۍ پرانیستل شوه

Aug 22, 2019 29

ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دارالامان رغېدلې ماڼۍ پرانیسته.

افغان سفیر د پاکستان د سرحدونو له وزیر سره وکتل

Aug 05, 2019 29

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل د پاکستان د سرحدونو او قبایلو چارو له وزیر شهریار خان افریدي سره وکتل.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې